1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښايي اسانج د اکوادرو له سفارت څخه ووځي

۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د ویکي لیکس انترنتي پاڼې بسټ ایښودونکي جولین اسانج، ویلي دي چې کیدای شي هغه په لندن کې د ایکوادور له سفارت څخه ووځي. هغه روښانه کړې ده چې دا کار به د هغه پر ضد د ملګرو ملتونو د یوې کمیټې د پریکړې په صورت کې وکړي.

https://p.dw.com/p/1HpjY
Julian Assange
انځور: picture-alliance/Yui Mok/PA Wire

په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې تر درو کلونو وخت تیرولو وروسته، جولین اسانج ویلي دي چې که د ملګرو ملتونو کمیټه پریکړه وکړي چې پر هغه باندي لګیدلي تورنه بې بنیاده نه دي، نو د جمعې په ورځ به ځان بریتانیاوي چارواکو ته وسپاري.

پر اسانج باندي د جنسي آزار تور لګول شوی دی، خو هغه وایي چې دا تور سیاسي موخي لري او له همدې کبله درې کاله مخکې په لندن کې د ایکوادرو په سفارت کې پناه غوښتونکی شو. خو بریتانیاوي پولیس وایي چې که اسانج له سفارت څخه ووځي نو دوی به یې ونیسي. له همدې کبله هغه له درو کلونو راهیسې له سفارت څخه نه دی وتلی.

په یوه بیانیه کې د اسانج په حواله راغلي دي: «که ملګري ملتونه سبا اعلان کړي چې ما مي خپله قضیه د بریتانیا او سویدن پر وړاندي بایللې ده، نو زه به د جمعې په ورځ غرمه له سفارت څخه ووځم او د بریتانیاوي چارواکو له خوا بندي کیدل به ومنم.»

هغه زیاته کړې ده: «خو که زه ګټونکی شم، او وموندل شي چې دغو دوو حکومتونو په غیر قانوني توګه اقدامات کړي دي، نو زه تمه لرم چې ژر تر ژر بیا زما پاسپورت بیرته راکړل شي، او په راتلونکې کې زما د نیولو هڅې و نه شي.»

اسانج د ملګرو ملتونو د مستبدانه توقیف کاري کمیټې ته د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر میاشت کې د سویدن او بریتانیا پر ضد شکایت کړی وو. هغه ادعا کړې وه چې د اکوادور په سفارت کې د هغه توقیف غیر قانوني دی.

یوې سویدني نجلې پر اسانج باندي تور لګولی دی چې پر هغې یې په ۲۰۱۰ کال کې په ستاکهالم کې جنسي تیری کړی دی. اسانج تل ټینګار کړی دی چې له دې نجلۍ سره یې د دواړو اړخونو په موافقې رابطه ټینګه کړې ده.

تر هغه وروسته چې اکوادور اسانج ته پناه ورکړه، هغه په لندن کې د دې هیواد له سفارت څخه نه دی وتلی ځکه ویره لري چې سویدن به یې امریکا متحدو ایالاتو ته وسپاري. اسانج په ۲۰۱۰م کال کې په سونو زره امریکایي پټ دیپلوماتیک او پوځي اسناد خپاره کړل.