1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځو ته د بدلمنۍ اړولو له پلوه د نړۍ تر ټولو بدنامه ښارونه

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

د نړۍ ډیر ښارونه ښځو ته د بدلمنۍ اړولو له پلوه غیر خوندي ګڼل کیږي. د یوې نوې څیړنې پایلې ښيې چې د هندوستان پلازمېنه نوی ډهلي او د برازيل ساؤ پاولو ښارونه د ښځو له پاره غیر خوندي او بدترين ښارونه دي.

https://p.dw.com/p/2lvP0
Gedenken Indien Gruppenvergewaltigung Mord 29.12.2013
انځور: Reuters

پر ښځو د جنسي تاوتریخوالي په حواله د تهامسن رویټرز فاونډیشن د یوې نوې سروې پایلې خپرې شوې دي. په دې سروې کې د هند پلازمېنه نوی ډهلي او د برازيل هیواد د ساؤ پاولو ښارونه پر ښځو د جنسي تشدد له اړخه د نړۍ تر ټولو خراب ښارونه ښودل شوي دي.

د ۲۰۱۲م کال په دسمبر میاشت کې په نوي ډهلي کې په یوه بس موټر کې سفر کوونکې نجلې په ډیري بی رحمۍ سره بدلمني ورواوښته او بیا له روان بس څخه لاندي وغورځول شوه. تر دغې پيښې وروسته هغې سا ورکړه.

د دغې ۲۳ کلنې محصلې تر قتل وروسته، د نړۍ په دغه تر ټولو لوی ايالت کې د ښځو د حقونو په برخه کې کوښښونه پیل شول. په زرونو مظاهره کوونکي سړکونو ته را ووتل او د دغې پيښې د ټولو عاملینو د نیولو او د هغوی د محکمې غوښتنه یې وکړه.

وروسته تر دې په هند کې د جنسي برابرۍ په اړه نوی قانون جوړ او له جنسي تاوتریخوالي سره د مخامخ شویو ښځو له پاره ځانګړې محکمې هم جوړې شوې. خو دې ټولو هڅو ونه کولای شول چې د ۲۶ میلیونه نفوس درلونکی دغه ښار(نوی ډهلي) څخه د ريپ کیپيټل یا د جنسي تیري پلازمېنې د نوم داغ لیري کړي.

له ښځو سره د رامنځه کیدونکي تشدد له پلوه په ۱۹ مختلفو ښارونو کې نوی ډهلي او ساؤ پاولو په لومړي مقام کې پاتې شول.

په هندوستان کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ربیکا رائشمان وویل :«زه د رایو پر بنسټ له دې پایلو څخه هیڅ حیران نه یم. له تیرو څو کلونو راهیسې د جنسي تاوتریخوالي په حواله نوی ډهلي او ساؤ پاولو د رسنیو له خوا ډیره توجه را جلبه کړې ده. په دې کې هیڅ شک نشته چې په دې دواړو ښارونو کې جنسي تشدد یو حقیقت دی، خو په دې اړه هیڅ ډول دقیق ارقام نه دي موجود، چې له مخې یې دا معلومه شي چې په دې ښارونو کې د نورو ښارونو په پرتله د جنسي تیري د پيښو شمیر لوړ دی».

د دې رپوټ پر بنسټ د جنسي تاوتریخوالي له پلوه د مصر د پلازمېنې قاهرې نوم په دریم ځای کې راغلی دی. وروسته تر دې د مکسیکو سټي او ډاکه نومونه راځي.

د جنسي تیري د بریدونو یا پیښو په اړه د چاپان د توکیو ښار د ښځو له پاره تر ټولو محفوظ ښار ګڼل شوی دی.

زموږ له ارشيف څخه: