1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: امريکايانو سرحدي پوستې پاکستان ته ورکړي دي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په هغه سيمه کي چي اوس پاکستان سرحدي دروازه جوړه کړې ده د ايتلافي ځواک په کنترول کي وه. دا په داسي حال کي ده چي افغان امنيتي ځواک د امنيتي مسئوليت د انتقال په حال کي دی.

https://p.dw.com/p/18P8G
In this photo taken on Nov. 17, 2009, Pakistani troops walk on a hilltop post near Ladha, a town in the Pakistani tribal region of South Waziristan along the Afghan border. For Pakistan's army, ejecting militants from safe havens near the Afghan border has proven to be the easy part. The problems come later: The guerrillas creep back and carry out attacks. Civilians never return. (AP Photo/Anjum Naveed)
Pakistan Militärانځور: AP

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۹) په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل، د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته د ننگرهار ولايت په گوشتې ولسوالۍ کي د سرحدي سيمو اداره پرغاړه واخيسته، خو له افغان حکومت سره د مشورې پرته د پاکستان د پوځ په اختيار کي ورکړل سوې ده.

موسي زي وويل: «هغه پوستې چي د ديورند د کرښي په اوږدو کي د گوشتې ولسوالۍ ته نژدې جوړي سوي دي، د طالبانو تر سقوط وروسته په ۲۰۰۲ کال کي د ايساف ځواک په کنترول کي وې او امريکايي ځواکونه پکښې مېشته ول. دغه پوستې بیا وروسته د افغان حکومت د مشورو او اجازې پرته د پاکستان د پوځ په اختيار کي ورکړل سوي دي.»

دا په داسي حال کي چي د افغان چارواکو په خبره اوس د افغانستان د نزدې ۸۰ سلنه خاوري امنيت پخپله افغان امنيتي ځواک ساتي او په پلان کي ده چي د روان کال تر پايه پوري د ټول افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل سي.

آيساف ويلي دي چي د افغانستان او پاکستان په سرحد کي د امنيت ټينگول اسانه کار نه دئ او پاکستان هم له دغي ربړي څخه کړيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي ولسمشر کرزي د بروکسل په غونډه کي له پاکستان څخه په ښکاره توگه خپلي غوښتني مشخصي کړي دي. د بروکسل غونډه د افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د پوځ د مشر اشفاق کياني او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په گډون جوړه سوې وه.

افغان چارواکو ويلي ول چي په دغه غونډه کي د افغانستان او پاکستان تر منځ پر کړکېچ او له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د پاکستان د مسئلې په اړه خبري کېدې.

موسی زي وويل، د بروکسل په غونډه کي د افغانستان غوښتني «له طالبانو څخه ملاتړ نه کول، دغه ډله د سولي پروسې ته هڅه ول، د ديور د کرښي له هاغاړي پر کونړ باندي د راکتي يرغلونو بندول او ديورند ته څرمه د پاکستان له خوا د جوړو سوو امنيتي پوستو ليري کول شامل دي.»

موسي دغه راز وويل، چي افغانستان په پاکستان کي د طالب بنديانو ازادېدل غواړي. د هغه په خبره په دې ډله کي د ملا برادر آزادېدل دوی ته ډيراړين دي.

پاکستان هم يو وخت د دوو تنو پاکستاني طالبانو د آزادېدو غوښتنه کړې وه، خو افغان چارواکي وايي چي په بدل کي ئې د افغان طالب بنديانو آزادېدل غواړي.