1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د 11/9 د کلیزې د لمانځلو لپاره تیاری

۱۳۹۰ شهریور ۱۹, شنبه

د سپټمبر د یولسمې د ترهګریزو بریدونو د لسمې کلیزي د را رسیدو سره سم د افغانستان په پلازمینه کې پراخ امنیتي تدابیر نیول سوي دي. د دغې پیښې کلیزه به د افغان حکومت او کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت لخوا ولمانځل شي

https://p.dw.com/p/12WWG
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

ټاکل سوي چې د یکشنبې په ورځ به په کابل  کې دغه ورځ د یو لړ خاصو مراسمو او په مشخصه توګه د دغې پیښې قربانیانو ته د دعا د لاسونو په پورته  کولو سره  ولمانځل شي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وایې چې دوي به دغه ورځ  د سفارت په دننه کې ولمانځي او یو ځل بیا  به له هغو کورنیو سره غم شریکي وکړي کومو چې دوستان او خپل خپلوان په دغه ترهګریزه پیښه کې له لاسه ورکړي دي.

لس کاله پخوا په دې نیټه د القاعدې سازمان له لوري تښتول سوي الوتکې په نیویارک او واشنګټن کې له نړیوال سوداګریزمرکز او دفاع وزارت سره وجنګول سوي.

په دغو پیښو کې چې د امریکا په تاریخ کې بې ساري ثبت سوي دي، لږ تر لږه دری زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د  امریکې د سیاستونو د اوښتون پیلامه وه.

په ورته وخت کې د امریکې سفارت په افغانستان کې میشتو امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی چې له بي ځایه تګ راتګ څخه ډډه وکړي او هغو سیمو ته دي نه ځي په کومو کې چې کیدای سي هغوي له خطر سره مخامخ سي.

سفارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د القاعدې او طالبانو له لوري د یو شمیر بریدونو تابیا نیول سوي او کیدای سي هغوي امریکایی اهداف او وګړي په  نښه کړي.

په کابل  کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت څخه بهر، افغان پولیسو او د ملي اردو ځواکونو د  یکشنبې ورځي دمخه چې د سپټمبر د یولسمې  د بریدونو له لسمي کلیزي سره برابره ده پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي.

پولیسو او ملي پوځیانو د کابل په زړه کې  د متحده ایالاتو تر سفارت نوي امنیتي کمربندونه را تاو کړي او دغې سیمې ته د ټولو ورتلونکو کسانو او ګاډو کلکه څآرنه کوي.

د کابل د پولیسو د قوماندانۍ پر وینا په سلګونوسرتیري یې د بهرنیو سفارت خانو او د امریکایی وګړو د میشت ځاینو د امنیت د لا خوندي توب لپاره له پرون ورځي راهیسې په دندو ګمارلي تر څو د هر راز احتمالي پیښو د رامنځ ته کیدو مخ نیوی وکړي.
د کابل امنیه قوماندان، ایوب سالنګي، پر وینا کابل ښار ته په ټولو ننوتونکو دروازو او همدا راز لویو څلور لار او لوړو حاکمو نقطو کې پولیس ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي وویل چې په مشخصه توګه د کوم ګواښ په اړه اطلاع نه لري خو بیا هم پولیس د یولسم سپټمبر د بریدونو د لمانځلو لپاره تیارۍ نیولی.

لس کاله وړاندي، په نیویارک او واشنګتن باندي د القاعدې ډلي د بریدونو وروسته په افغانستان کې هم سیاستونو بدلون وموند او د طالبانو حکومت له دوه میاشتني مقاومت وروسته  د متحدو ځواکونو له لوري ړنګ سو.

خو لا هم د لسو کلونو په تیریدو له القاعدې او طالبانو سره جګړه پای ته نه ده رسیدلې. د روان کال په مې میاشتې کې د القاعدې د سازمان مشر او د سپټمبر د یولسمې د بریدونو اصلي طراح، اسامه بن لاډن، په پاکستان کې ووژل سو چې امریکا یې وژنه له ترهګرو سره د جګړې په برخه کې لویه لاس ته راوړنه او مهم پرمختګ بولي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش