1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابلوف: «اسلامي دولت» ډله به په افغانانو کي د جنگيالیو پيدا کولو کوښښ وکړي

انترفکس/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

د روسيې يو لوی ديپلومات وايي، چي په عراق او سوريه کي فعاله «اسلامي دولت» ترهگره ډله تلاښ کوي چي په افغانانو کي جنگيالي پيدا کړي. دغه ديپلومات زياته کړې ده، چي دا کيدای سي د افغانانو له پاره ستر گواښ وي.

https://p.dw.com/p/1EEzh
انځور: Reuters

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف په خپله وروستۍ مرکه کي ويلي دي، چي په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي به په خپله افغانستان ته ولاړ نه سي، خو کوښښ کوي چي په افغانانو کي پلويان پيدا کړي.

کابلوف ويلي دي: «تير کال په افغانستان کي داسي نخښي نښانې وليدل سوې، چي کيدای سي په راتلونکې کي ستر گواښ وي. مطلب مي د «اسلامي دولت» ډلي فعاليت دئ.»

هغه زياته کړې ده: «تر کومه ځايه پوري چي موږ ته معلومات سته، يوه کوچنۍ سل کسيزه ډله يا کيدای سي شمېر ئې لږ ډېر وي، افغانستان ته لېږل سوې ده.»

د هغه په خبره همدا اوس د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په تاکتيک کي بدلون د «اسلامي دولت» ډلي تاثير ښيي: «تاسي وگورئ، څه موده دمخه په افغانستان کي د «اسلامي دولت» ډلي تر تور بيرغ لاندي نزدې ۷۰۰ جنگيالیو پر يوه ولسوالي باندي يرغل وکړ او هلته پاته سول، په عادي حالت کي افغان ياغيان چي يرغل وکړي ټول شيان له منځه وړي او بيرته ځي، خو دوی پاته سول، چي وروسته بيا افغان پوځ بيرته دغه سيمه ونيول. دغه کار نوی وو.»

دغه يرغل څو مياشتي دمخه د غني ولايت پر اجرستان ولسوالۍ باندي سوی وو.

کابلوف وويل: «زه فکر نه کوم، چي افغانستان ته دي له سوريې او عراق څخه په زرونو جنگيالي انتقال سي. خو دوی کولای سي چي په افغانانو کي خپل ملاتړي پيدا کړي.»

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف، زیاته کړې ده چي په افغانستان کي په کافي اندازه جنگيالي سته، يوازي وسلې او لارښوونه غواړي، چي دا کار «اسلامي دولت» ډله کولای سي.