1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاتولیکان د مسلمانو له پاره د رخصتۍ ورځ غواړي؟

۱۳۹۶ مهر ۲۶, چهارشنبه

ایا په جرمني کي د مسلمانو له پاره د رخصتۍ یوې ورځي ته اړتيا ده؟ د کورنیو چارو د وزیر توماس دي میزېر په نظر دا یوه ښه خبره ده او د کاتولیکي کلیسا د رهبرۍ ملاتړ یې هم تر لاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/2m3Ra
Eifeler Sufi-Zentrum Osmanische Herberge
انځور: DW/M. Odabasi

د کورنیو چارو د وزیر توماس دي میزېر د هغه وړانديز، چي مسلمانو ته دي هم یوه مذهبي ورځ رخصتۍ ورکړل سي، د عیسوي کاتولیکانو رهبرۍ هم ملاتړ کړی دی. د هغوی رئیس توماس شټیرن بېرگ یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي «په یوه څو مذهبي ټولنه کي کیدلای سي د معتقدو مسلمانو له پاره هم د رخصتۍ یوه ورځ رامنځته سي، بې له دي چي هغه عیسوي عنعنې ته تاوان ورسوي. دغه ورځ به د مسلمانو له پاره یوازي له کار څخه د رخصت معنی ونه لري، بلکي د اروپايي کلتور د غنأیوه ښه نخښه به هم وي».

دی میزېر چي په نوي حکومت کي یې لا سیاسي آینده معلومه نه ده، په دې وروستیو وختو کي په عام ډول سره ویلي ول چي په ځینو خاصو منطقو کي دي مسلمانو ته يوه ورځ رخصتي ومنل سي. د ده په خبره، د جرمني په ځینو برخو کي داسي رخصتۍ ورځي هم سته، چي هلته یوازي ډیر کاتولیکي عیسویان ژوند کوي. خو دي میزېر د خپل دغه پیشنهاد له کبله د خپل حزب د یوې برخي له خوا تر نسبتأ سخت انتقاد لاندي راغلئ دی. ځکه چي ددوی سره اتحادي گوند سوسیال مسیحیان او د مسیحي ډیموکراټانو نور سیاستمداران په اوس وخت کي د اطریش په انتخاباتو کي د سباستیان کورڅ په رهبرۍ د محافظه کاره حزب- ÖVP کامیابۍ ته ډیر نظر اچولئ دی. د هغوی له پاره به د اطریش په انتخاباتو کي د ÖVP کامیابۍ ته په کتو سره د مسلمانو رخصتۍ ته ښه راغلاست ونه ویل سي.

په همدې حال کي بیا د المان د «بیلد» ورځپاڼي د یوې تازه نظرپوښتني پراساس اکثریت جرمنيان مسلمانو ته د رخصتۍ د یوې ورځي ورکولو سره مخالف دي. ددغي نظرپوښتني پراساس د لس پوښتل کسانو څخه اوه یا ۷۱،۱ سلنه يې مخالف دي.

د موینستر پوهنتون سیاست پوه اولریش ویلیمس بیا د المان خبري آژانس ته ویلي دي، چي دعامه ذهنیت برعکس  «مسلمانو ته د رخصتۍ ورکولو مفکوره» په اساس کي یوه ښه خبره ده. که څه هم دا امکان نه لري چي سړی دي ټولو مذاهبو ته د رخصتۍ ورځي ورکړل سي، خو مسلمانان د جرمني د ټولني پنځه سلنه برخه ده او دا یو ستر تعداد دی. د ویلیمس په خبره «مسلمانو ته د یوې رخصتۍ ورکول به د ادغامیدو په لار کي د یوه ډیر لوی سیاسي زیگنال معنی ولري».

دا په داسي حال کي ده چي د اکتوبر دريمي له رخصتۍ پرته د یوې رخصتۍ ورکول په جرمني کي د مرکزي حکومت صلاحیت نه، بلکي د ایالتي حکومتونو صلاحیت دی.

زموږ له ارشيف څخه: