1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکاناډا

کاناډا د مهاجرینو د منلو له پاره ستر پروګرام اعلان کړ

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

کاناډا د مهاجرت د یوه نوي پلان خبر ورکړی چې له مخې به ېې د بشري قوې د پوره کولو له پاره په کلني ډول سلګونه زره مهاجرین ومني. کاناډا وايي د مهاجرت دغه پراخ پروګرام تر اوسه پورې بې ساری دی.

https://p.dw.com/p/4Iwyd
Kanada Fahne
انځور: Getty Images/V. Ridley

کاناډا په مختلفو اقتصادي سکتورونو کې د کارګرو له شدید کمښت سره مخ دی او غواړي د مهاجرت د نوي پلان په عملي کولو سره په دغه هیواد کې د کارګرو د کمښت بحران مخنيوي وکړي.

د کاناډا د مهاجرت نوی پلان د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د مهاجرت وزیر، شان فريزر، له خوا اعلان شو. د مهاجرت نوی پلان په کاناډا کې د هغو افرادو پر دايمي هستوګن کېدو ډير تمرکز کوي چې د اړتیا وړ کاري مهارتونه او تجربې ولري. د دې ترڅنګ پکې د کورنيو د غړو او مهاجرو له پاره د اړتيا وړ نور اهداف هم په نظر کې نيول شوي دي. د کاناډا د حکومت اپوزیسیون محافظه پاله ګوند د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

د کاناډا د مهاجرت وزير د پروګرام د معرفي پرمهال وويل: «هيڅ تيروتنه مه کوئ. دا کاناډا ته د اقتصادي مهاجرت په برخه کې يو د پام وړ ډيروالی دی.» هغه زیاته کړه: «د مهاجرت په مختلفو سطحو کې موږ پر اقتصادي مهاجرت دا ډول تمرکز نه وو ليدلی.»

کاناډا د افغانستان څخه تر ۲۰۰۰۰ پوري مهاجرین مني

کاناډا د کډوالۍ د نوي پلان په معرفي کېدو سره، د نوو رسیدونکو مهاجرو وړاندوېنه کوي او وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې به له بهر څخه ۴۶۵ زره کسان دغه هېواد ته ورسيږي او دغه شمير به په ۲۰۲۵م کې ۵ لکو ته پورته شي. دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا د مهاجرت اداره وايي چې تېر کال په دغه هیواد کې ۴۰۵ زره کسان دايمي هستوګن شوي دي.

کاناډا ته د نوي رسيدونکو کسانو په ډله کې به تر ټولو ډير هغه افراد شامل وي چې د اقتصادي مهاجرو په توګه پېژندل کیږي. تمه ده چې دغه افراد به په مختلفو اقتصادي برخو کې شاوخوا يو ميلیون هغه کاري ځایونه ډک کړي چې په حاضر وخت کې خالي دي.

کاناډا د افغان ښځینه قاضيانو په ګډون ۲۳۰ افغانانو ته پناه ورکوي

د کاناډا د مهاجرت وزیر فريزر زیاته کړه: «په داسې حال کې چې مهاجرت زموږ د بشري قوې نیږدې ټولې اړتیاوې پوره کوي، د کاناډا په اقتصاد کې یو ميلیون کارونه موجود دی او موږ نه شو کولی د مهاجرو له منلو پرته د خپل اقتصاد کچه حد اکثر ته لوړه کړو.»

کاناډا ته د نویو مهاجرینو راتګ به له وړاندې نه په دغه هیواد کې د مهاجرینو د استوګنې د ځایونو کمښت لا پسې ډیر کړي. فریزر وړاندیز کوي چې نوي مهاجرین به د لا ډیرو کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

سرچينې: کاناډا په اماراتو کې ځيني بند پاتې افغانان مني

د کاناډا د مهاجرت د نوي پلان تر څنګ، همدارنګه هغه کسان چې په کاناډا کې منل کيږي، هلته د اوسیدو له پاره د هغوی د کورنیو د غړو په شمیر کې هم يو کوچنی لوړوالی په نظر کې نيول شوی دی.

خو په نوی پلان کې بیا د پناه غوښتونکو په شمير کې د کموالي اټکل شوی دی يعنې د پناه غوښتونکو شمیر په ۲۰۲۳م کې د ۷۶۰۰۰ زره مهاجرو شمير به په ۲۰۲۵م کې ۷۳۰۰۰ ته راښکته شي. فریزر د دغه کار نسبت د حکومت د ۴۰۰۰۰ افغانانو د بیا هستوګن کولو پلان ته ورکړ چې راتلونکی کال پای ته رسیږي.

د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله کاناډا ته ورسیده

د کاناډا د مهاجرت وزیر زیاته کړه: «په تیرو دوو کلونو کې هر کال موږ په ټوله نړۍ کې د بیا هستوګن شوو مهاجرو څه باندې یو پر درېمه برخه په خپل هیواد کې هستوګن کړي دي.» شان فریزر همدارنګه ټینګار وکړ: «موږ د تېرو درو کلونو په جریان کې د نړۍ د بل هر هیواد په پرتله ډيرو مهاجرو ته ځای ورکړی دی.»

د مهاجرو په شمیر کې د يو څه کمښت راوستلو باوجود، د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د کاناډا حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی چې د جنګ ځپلو هیوادونو او هغو کسانو چې له ګواښونو سره مخامخ دي، منلو ته ادامه ورکوي.

کاناډا تر اوسه ۲۳۵۰۰ افغانان انتقال کړي

په کاناډا کې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا د UNHCR استازې، ريما جيموس ایمسیس په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره د کاناډا د مهاجرو د هستوګن کيدو پروګرام او په ټوله کې د مهاجرت د پراختیا د عمومي پلان په برخه کې د ژمنتیا څخه هرکلی کوي.»

د کاناډا د حکومت د دغه پروګرام په ځواب کې د دغه هیواد صنعت سکتور شک او تردید څرګند کړی دی. د کاناډا د سوداګرۍ شورا استدلال کوي چې د حکومت پلان د دې هیواد د کارګرو د بې ساري کمښت په برخه کې په کافي اندازه اقدامات نه دي کړي.

سربیره پر دې، د کاناډا د حکومت اپوزیسیون او د محافظه پاله ګوند غړي او د مهاجرو منتقد ټام کیمیک کاناډا ته د مهاجرینو د راتګ د زیاتوالی هرکلی کړی دی خو د حکومت پر ظرفیت هم شک لري چې آیا وبه کولی شي چې دغه هدف ته ځان ورسوي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل