1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردان د «گډ دښمن ترکیې» پر ضد له اسد سره متحد کیږي

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

ترکیه به په یوه گډ دښمن بدله سي: د YPG په نامه کُردي ملیشې غواړي د سوريې له واکمن اسد سره متحدي سي، ترڅو د سوريې په شمال کي د ترکيې د یرغل مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/2suOM
Türkei Grneze Syrien Afrin Angriff
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د سوريې په شمال افرین سیمه کي د ترکيې د پوځ له خوا تر یرغل لاندي کُردان خپل ځواکونه د ترکيې پرضد د دمشق له رژیم سره یو ځای کوي.د کُردانو یوه لوړپوړي استازي بدران جیا کُرد، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي د سوريې پوځ به د افرین سیمي په سرحدي پوستو کي ځای پرځای سي. د سوريې د واکمن بشارلاسد ځواکونه کیدای سي د دوو ورځو په ترڅ کي هلته واستول سي. دغه ډول تفاهم به په اول سر کي یوازي پوځي شکل ولري. مخکي تر دې په افرین کي کُردانو له اسد څخه د تُرکانو پر ضد د مرستې غوښنه کړې وه.

همدارنگه د آلمان خبري آژانس (dpa) هم خبر ورکړی چي حکومت ته وفاداره ځواکونه باید د ترکيې پرضد د YPGپه نامه کُردي ملیشو ملاتړ وکړي. د سوريې د حکومتي کړیو په حواله، دغه ځواکونه کولای سي ډیر ژر مرستي ته ورودانگي. خو تر اوسه په دې اړه د کومي رسمي هوکړې په هکله څه نه دي ویل سوي.

د سوريې په شمال کي د تُرکانو پرمختگ

ترکيه له جنورۍ مياشتي راهیسي د افرین پر سیمه خپلو يرغلونو ته ادامه ورکوي. د ترکيې د حکومت په حواله د هغوی هدف په دغه گاونډي هیواد کي د ترکيې او سوريې ترمنځ پوله کي د کُردي ملیشو شړل دي. هم کُردان او هم د سوريې مشرتابه غواړي په سیمه کي د ترکيې له اغیزې مخنیوی وکړي.

ترکيې بیا هغه تورونه رد کړي دي چي پوځ یې د کُردي ملیشو پر ضد د سوريې په شمال افرین سیمه کي له زهرجن گاز څخه کار اخیستی وي. د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کي یوه تُرکي دیپلومات ویلي دي چي «ترکيې هیڅکله هم له کیمیاوي وسلو څخه کار نه دی اخیستی. موږ د تیلو څانگه په نامه عملیاتو کي د ملکي کسانو ژوند ته ډیر پام کوو.» خو د YPG په نامه کُردي ملېشې بیا برعکس د افرین په سیمه کي گازي حملو ته اشاره کوي. د هغوی یوه ویاند ویلي دي چي ترکیې ته په سرحد کي نژدې ددغو حملو په نتیجه کي د جمعې په ورځ شپږ کسان ټپیان سوي دي. د هغوی په ټپونو کي د کیمیاوي گازونو نښې لیدل سوي.

امریکا متحد ایالات د کُردانو خودمختاره پلانونه ردوي

د YPG په نامه کُردي ملېشې او متحدینو يې د سوريې د ولسمشر بشاالاسد پر ضد، په ۲۰۱۱م کال کي د مقاومتونو له پیل راهیسي د سوريې په شمال کي د افرین په شمول درې خودمختاره سیمې جوړي کړي دي. د YPG په نامه کُردي ملیشې اغیزه هغه وخت زیاته سوه کله چي هغوی د سوريې د دیموکراتیکو جنگي ځواکونو په سر کي ځای ونیو او د داعش پر ضد یې په بریالیتوب سره مبارزه وکړه.

څرنگه چي په دغه جگړه کي د هغوی ملاتړ امریکا متحد ایالات کوي، نو د سوريې په شمال کي د ترکيې پرمختگ، د ناتو متحد امریکا متحدو ایالاتو او ترکيې ترمنځ د شخړې د رامنځته کیدو سبب سوی. سربیره پر دې امریکا د سوريې د کُردانو خودمختاره پلانونه او همدارنگه د روسيې او ایران په ملاتړ د اسد مشرتابه هم ردوي.