1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: د امريکا هغه اقدام چي د وژني سبب کيږي، هم ترهگريز دی

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر امریکا باندي سختې نیوکې وکړې او د هغوی هغه اقداماتي یې ترهګریز وبلل چې ملکي افغانان پکښې وژل کیږي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د جګړې په اړه باید جرګه راوغوښتل شي.

https://p.dw.com/p/2lhEe
FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته خبري وکړې او پر امریکا متحدو ایالاتو باندې يې یو ځل بیا ډیري سختې نیوکې وکړې. هغه د امریکا او طالبانو اقدامات سره پرتله کړل او هغه څه چې په پایله کې یې افغانان وژل کیږي، که هغه د هر اړخ له خوا وي، ترهګریز اقدامات وبلل.

کرزي وویل: «په همدې ترتیب د امریکا بمبارۍ هم ترهګریز [عمل] بولو. د امریکا د بمباریو په پایله کې د افغانانو وژل کیدل هم یو ترهګریز عمل دی. د افغانستان د خلکو د وژلو هر ډول عمل، یو ترهګریز اقدام دی.»

په داسې حال کې چې کرزي پخپله طالبان ترهګر ونه بلل خو روښانه یې کړه چې د دې ډلې هغه اقدامات چې په پایله کې یې افغانان وژل کیږي، ترهګریز دي.

کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان د جګړې قربانیان په دواړو اړخونو کې افغانان دي: «پخپله طالبان، موږ د افغانستان خلک بولو او ورسره خبرو اترو ته کښینو. د هغوی اعمال غندو او هغه کارونه یې چې د افغانستان د خلکو د وژل کیدو لامل کیږي ترهګریز بولو.»

کرزي طالبان یو ځل بیا د افغانستان خلک وبلل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د جګړې په دواړو اړخونو کې افغانان وژل کیږي. هغه وویل چې دغه جګړه د بهرنیانو له خوا پر افغانان باندې تپل شوې ده. کرزي د افغانستان د جګړه د حل په اړه پریکړه د یوه کس او یا یوې ډلې له صلاحیت او توانه وتلې وبلله او په دې اړه د پریکړې له پاره د یوې لويي جرګې غوښتنه وکړه.

پخواني ولسمشر پر اوسنې افغان حکومت باندې غږ وکړ چې له امریکا سره همکاري وکړي خو په هغو مواردو کې چي د افغانستان ملي ګټې په خطر کې وې، بايد پر وړاندي يې ودریږي: «د افغانستان خلک نه غواړي چې بهرنیان له خپلې خاورې وباسي، خو غواړي چې د هغوی حضور زموږ په خیر وي، زموږ د سولې په خیر وي، زموږ د امنیت په خیر وي او له دوی، سیمې او نړۍ سره زموږ د اړیکو د ښه والي په خیر وي.»

هغه زیاته کړه: «هیڅوک نه غواړي له امریکا سره اختلاف وکړي. زه هم له دوی سره اختلاف نه لرم. خو په خپله خاوره کې د سولې او امنیت حق لرم. [دا حق] غواړم. خو د دوی [امریکايانو] اعمال په افغانستان کې د سولې د چانس د له منځه تلو لامل بولم. له همدې کبله خپل غږ پورته کوم.»

د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د کابل او واشګټن اړیکې ترینګلې شوې او له هغه وخت راهیسې کرزي وخت نا وخت د امریکا پر ضد موقف نیسي.