1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي د پکتيا د پيښي په اړه ناټو ته بل خبرداری ورکړ

۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي د پکتيا ولايت د مخدره توکو سره د مبارزي د رييس پر کور د ناټو يرغل غندلی او د دغو ځواکونو عمومي قوماندان سره يې په ارګ کي پر همدې مشخصه موضوع خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/13VLJ
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

دوې ورځي دمخه د ناټو ځواکونو د پکتيا په ګرديز ښار کي د مخدره توکو د مبارزې د رييس پر کور چاپه ووهله، هغه او دوه نور کسان يې يرغمل کړل او د نوموړي ښځه يې په ډزو سره ووژله. خو وروسته رييس بيرته د ولايتي ادارې په مداخلې آزاد کړل سو.

په ملکي سيمو کي د ناټو پوځي عمليات او د کورنو پر خپل سره تلاشيو د افغان دولت او غربي متحدينو تر منځ په يوه تر ټولو لويه جنجالي مسئله اوښتې ده.

د ولسمشر کرزي له دفتره په کابل کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته په را استول شوې خبر پاڼه کي راغلي چي تيره ورځ ناوخته د ملي امنيت د شورا په غونډه کي په پکتيا ولايت کي د ناټو خپل سري عمليات په کلکه وغندل سول.

دغه عملياتو چي د هغه ولايت د مخدره موادو پرضد د مبارزې ادارې د رئيس ډاکټر حفيظ الله پر کور ترسره شول د هغه مېرمن پکښي ووژل سوه او څلور تنه نور ټپيان شول.

په خبر پاڼه کي راغلي چي په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الين له ولسمشر څخه، د پيښي له امله بخښنه وغوښته او د خپلي خواخوږۍ مراتب يې د افغانستان حکومت او خلکو ته وړاندي کړل.

افغان جمهور رئيس د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي په مخنيوي باندي د ټينګار په ترڅ کي وويل، چي د افغانستان د دولت او نړيوالو ځواکونو له خوا د افغانانو پر کورونو باندي د شپې له خوا د عملياتو په اړه جدي ستونزي سته او په دې اړه په تيره دوديزه لويه جرګه کي هم ددغه عملياتو پر فوري بنديدو ټينګار شوی دئ.

حامد کرزي له جان الين څخه غوښتنه وکړه چي نور دي نړيوال ځواکونه د افغانستان د خلکو کورونو ته د عملياتو په موخه نه داخليږي.

ويل شوي چي جان الين هغه معلومات تر ډيره بريده ناقص بللي چي دوئ يې پر مټ دغه عمليات تر سره کړي او وايي چي خپلو قوماندانانو ته يې د ستور ورکړئ چي دغه پيښه له تخنيکي اړخه وڅېړي او هرو مرو يې ده ته نتيجه را وليږي.

په تيرو څو کلونو کي په وار وار بهرنيو ځواکونو د افغان چارواکو او همدا راز ولسي خلکو پر کورونو عمليات کړي چي وروسته يې د کابل د حکومت او ناټو تر منځ لانجې را پيدا کړي دي.

دغه عمليات پر داسي مهال تر سره شوي چي دمګړی کابل او واشنګټن پر يوه اوږد مهالي ستراتيژيک قرار داد کار کوي.

په دغه قرار داد کي يوه مهمه مسئله د بهرنيو ځواکونو د شپې له خوا د عملياتو بنديدل دي چي تر اوسه يې په اړه د کابل او واشنګټن تر منځ د نظر يو والی نه دی رامنځ ته شوی.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل