1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرن جوهر څنګه بېله واده او مېرمني پلار شو؟

۱۳۹۵ اسفند ۲۲, یکشنبه

کرن جوهر د بالي ووډ له مشهورو شخصیتونو څخه شمیرل کیږي. هغه چې تر اوسه پورې واده هم نه دی کړی، اوس د دوو غبرګولو ماشومانو پلار دی. خو آیا دا د هند د سنیمایې سکتور لومړنې شخص دی چې د کرایې مور په مرسته ماشومان ترلاسه کوي؟

https://p.dw.com/p/2Z3hi
Isha Ambani
انځور: Getty Images/AFP/STR

د دې له پاره چې کرن جوهر پلار شي، د یوه کرایې مور مرسته یې ترلاسه کړه. د بل چا له پاره ماشوم زیږونکی میرمنې د کرن جوهر له پاره دوه جوړه یا غبرګولي ماشومان وزیږول. په دوی کې یوه نجلۍ او بل یې هلک دی. د جوهر په خبره پر هلک یې د یَش او پر نجلی یې روحُي نوم ایښې دی.

په دې اړه کرن جوهر په خپل یو پيغام کې ویلي دي چې دا د هغه له پاره یو ډیر احساساتي وضعیت دی او هغه د پلارولۍ احساس او کیفیت په الفاظو کې له بیانولو څخه عاجز دی. کرن جوهر دا هم ویلي دي چې په دقیق ډول د مور پلار د مسئولیتونو تر څیړنې وروسته یې دا پریکړه وکړه چې د یوه کرایې مور په مرسته اولاد ترلاسه کړي.

د هندوستان د فلمي صنعت بالي ووډ مشهور فلم جوړونکي او پروډوسر کرن جوهر ویلي دي چې د هغې ښځې ډیر منندوی او احسانمن دی چې د هغه له پاره یې ماشومان زیږولي دي، ځکه چې د دغې ښځې د بشپړې همکارۍ په نتیجه کې هغه وتوانید خپله دغه ارزو پوره او خپل هغه خوب پر حقیقت بدل کړي، چې د کلونو راهیسې یې ویني.

دا خبره مهمه ده چې کرن جوهر تر اوسه پورې واده نه دی کړی او هغه مجرد دی. د ممبئ یو شمیر ټولنیزو کړیو د هغه د همجنس پرستې په هکله هم اشارې ورکړي دي.

کرن جوهر د هند په فلمې صنعت کې یوازنې شخص نه دی چې د کرایې مور مرسته یې ترلاسه کړی او یا له دغه امکان څخه یې استفاده کړې، بلکې د هند د سنیما مشهور ستوري شاه رخ خان او د هغه میرمنې ګوري خان هم د دریم ماشوم د زیږونې په خاطر د یوې کرایې مور مرسته ترلاسه کړې وه.

په هندوستان کې د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د کرایې مور ترلاسه کولو په برخه کې په ظاهره کې هیڅ ډول قانوني ممانعت وجود نه لري. د نرندر مودي په مشرۍ د هند حکومت په واضح ډول ویلي دي چې دغه وضعیت ته په کتلو سره به دا قانون ختم او د کرایې مور ترلاسه کول به ناممکن کړي. د ټولنیزو کړیو په حواله د هندوستان په غریب میشته سیمو کې «کراې مېندې» جوړیدل د ګټې او عاید یوه لویه وسیله ګڼل کیږي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.02.2017):