1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: له نمیبیا سره لوبه ولي مهمه ده؟

سید ریاض۱۳۹۵ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان د کریکټ بورډ غوراوي کمېټې د انټرکانتننتال سیالیو په ترڅ کې له نمبیا سره د ټیسټ لوبې یا څلور ورځنې لوبې له پاره لوبډله اعلانه کړه. دغه سیالي په هند کې د اپریل له لسمې نېټې څخه تر ۱۳ نېټې پورې تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1IPgl
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د دغې لوبې له پاره لوبډله هم اعلان شوې ده. د افغانستان کریکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر دولت احمدزي، له قوله ویل شوي دي چې د لوبډلې په ټاکلو کې هر اړخیزه ارزونه شوې ده.

همداشان د افغانستان د کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش، هم ویلي دي چې ملي لوبډلې د دې وړتیا لري چې د نمبیا پر وړاندې ښه وځليږي.

افغانستان د انټرکانتننتال سیالیو په ترڅ کې تر اوسه دوه څلور ورځنۍ لوبې کړي دي او په دې ترتیب ۲۱ پواینټه لري. افغانستان د تیر کال د جون میاشتې په پنځمه نیټه له سکاتلند سره په تر سره شوې لوبه کې له شلو پواینټونو څخه اووه تر لاسه کړل، په داسې حال کې چې سکاتلند بیا ۱۳ پواینټونه خپل کړل.

همداشان افغانستان خپله دویمه لوبه د تیر کال نومبر میاشتې په۲۴ نیټه د پاپو نیوگیني پر وړاندې تر سره کړه چې په هغې کې یې ۱۴ پواینټونه تر لاسه کړل.

افغانستان د پواینټونو په جدول کې شپږم ځای لري. آیرلند درې لوبې کړي او د ټولو ۶۰ پواینټونو په تر لاسه کولو سره لومړی ځای لري. هالند هم درې لوبي کړي دي او د ۴۶ پواینټونو په لرلو سره دویم ځای لري. هانگ هم درې لوبي کړي ۳۰ پواینټه لري او دریم ځای یې خپل کړی دی. سکاتلند بیا درې لوبي کړي خو یوازې ۲۳ پواینټونه لري. که چیرې افغانستان له نمبیا څخه لوبه وگټي او ټول شل پواینټونه تر لاسه کړي، نو په هغه صورت کې ښایي دریم مقام خپل کړي.

لوبډله

له نمیبیا سره د څلور ورځنۍ لوبې له پاره اصغر ستانکزی، نور علي ځدران، محمد شهزاد، حشمت شاهدي، رحمت شاه، محمد نبي، سمیع الله شینواری، راشد خان، یامین احمدزی، دولت ځدران، ظاهر خان، نواز خان، افسر ځاځی، جاوید احمدي، ناصر جمال او عمران جنت، په لوبډله کې غوره شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب