1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشاف: که افغانستان د سولي په بهیر کي شامل نه وي، په هیواد کي به جگړه توده شي

۱۳۹۰ بهمن ۸, شنبه

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړی قیام الدین کشاف وایي چي د سولي بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي. هغه زیاتوي چي که افغان دولت د سولي له بهیر څخه بهر پریښودل شي نو دا به په هیواد کي د سولي نه بلکه د جګړي لامل شي.

https://p.dw.com/p/13sPG
کشاف وایي د افغانستان له گډون څخه پرته د سولي بهیر به جگړه توده کړي.
کشاف وایي د افغانستان له گډون څخه پرته د سولي بهیر به جگړه توده کړي.انځور: AP

له آلمان غږ سره په یوه ځانگړي مرکه کي د سولي د عالي شورا غړي، قیام الدین کشاف، ویلي دي چي له افغانستان څخه بهر د طالبانو له پاره د یوه آدرس جوړیدل د سولي د بهیر په گټه دئ، خو د هغه په خبره افغان حکومت او طالبان باید په کابل کي یوي موافقي ته ورسیږي.

د کشاف په خبره امریکا کولای شي چي د افغانستان د سولي په بهیر کي یوازي د یو همکار په توگه ونډه ولري. کشاف وایي چي د سولي بهیر پر افغانانو پوري اړه لري او باید افغانان ئې پر مخ بوځي. هغه زیاتوي که افغانستان د سولي له بهیر څخه بهر پریښودل شي نو دا به په هیواد کي د جگړي لامل شي نه د سولي:

«که داسي وشي چي افغانستان د سولي له بهیر څخه بهیر پریښودل شي او امریکا او طالبان پخپل منځ کي سوله وکړي نو دا به په هیواد کي جگړه او ورانی لا پسي ډیر کړي.»

کشاف ویلي دي چي د افغانستان گاونډي هیوادونه د افغانستان د سولي په بهیر کي ډیر مهم رول لوبولی شي. د هغه په خبره په افغانستان کي د سولي راوستلو له پاره باید له ټولو وسلوالو ډلو سره خبري اتري وشي. هغه په دې برخه کي په خاصه توگه د حزب اسلامي له ډلي څخه یادونه کړي ده او ویلي ئې دي چي هیله لري چي دغه ډله به د نورو مذاکراتو له پاره کابل ته راشي.

طالبانو د رواني میاشتي په لومړیو ورځو کي په ناڅاپي توگه اعلان وکړ چي له امریکا سره په قطر کي د یوه سیاسي دفتر د جوړولو په اړه یوې لومړنۍ موافقی ته رسیدلي دي.

که څه هم افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ خو ولسمشر کرزی تل ټینگار کوي چي په افغانستان کي باید د سولي بهیر د افغانانو په مشرۍ وي.

تیره اونۍ د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا ځانگړي استازي، مارک گروسمن، افغانستانو ته سفر وکړ چي ولسمشر کرزي ته د طالبانو او امریکا تر منځ د سولي د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي.

تر دې مخکي طالبانو تل د امریکا او افغانستان له لوري د سولي وړاندیزونه رد کړي دي. دا لومړی ځل دئ چي طالبان د سولي د خبرو له پاره چمتوالی ښیي. دا چي د دغو خبرو اترو پایلي به څه وي، د وخت په تیریدو سره به روښانه شي.

مسعود جهش (جمال کوټوال)
کتونکی: سید ریاض