1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کلينتن: د القاعدې مشر په پاکستان کي دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

هیلري کلنتن ویلي دي، چي باور لري چې د القاعدې مشر په پاکستان کي دئ او هغوی به په پاکستان کي پر وسله والو ډلو خپل فشار ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/14rEg
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکایي ځانگړو کوماندو په لاس د اسامه بن لادن د وژني د کلیزي یوه اوونۍ وروسته هیلري کلنټن په هندوستان کي یوې غونډي ته د خبرو پر مهال وویل: « موږ غواړو چي القاعده له پښو وغورځوو او موږ په دې برخه کي ډیر پرمختگ کړی دئ.»

هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي لا تر اوسه هم د القاعده شبکې یو شمېر مهم مشران پټ دي. د هغې په وینا الظواهري چي تر اسامه بن لادن وروسته د القاعدې مشرتوب په میراث ور پاته سوی دئ، دوی په دې باور دي چي هغه په پاکستان کي يو ځای پټ دئ.

ایمن الظواهري چي مصری تابعیت لري د اسامه تر وژل کیدو پوري د القاعدې د ترهگري شبکې دوهم کس وو. د متحده ایالاتو د استخباراتو ادارې، ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د ایدیالوژیک مشر په توگه یادوي.

Bin Laden und Ayman al-Zawahiri
انځور: picture alliance / dpa

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزيري نن(۲۰۱۲ کال د می ۷) وويل، چي که چيري امريکا په پاکستان کي د الظواهري په اړه استخباراتي معلومات لري هغه دي له اسلام اباد سره شريک کړي.

حنا رباني کهردغه څرگندوني د امریکا د بهرنيو چارو د وزير هيلري کلينټن په جواب کي کړي دي.

هغې ويلي دي:«که چيري څوک په دې اړه ثبوت لري هغه بايد زموږ سره شريک کړي بيا نو موږ په دې اړه يو څه کولای سو.»

کلنټن په خپلو خبرو کي دا هم وویل چي متحده ایالات به د لښکرطیبه په نوم د ډلي د تأسیس کوونکي د نیولو له پاره خپل فشارونه ډير کړي. پر دغي پاکستان میشتي وسله والي ډلي باندي په ۲۰۰۸م کال کي د هندوستان د ممبی په ښار کي د بریدونو پړه اچول کیږي.

نوي ډهلي له پاکستان څخه غوښتي ول چي د دغه برید د تر سره کوونکو پر وړاندي عمل وکړي، خو پاکستان لا تر اوسه په دې اړه کوم عمل نه دئ تر سره کړی.

کلنټن په خپلو خبرو کي دا هم وویل چي په دې پوهیږي چي پاکستان د حافظ سعید د محاکمه کیدو په اړه څه نه دي کړي. هغې د لښکر طیبه د ډلي د مشر د نیولو پر سر ایښودل شوي انعام ته په اشارې سره وویل چې متحده ایالات به خپلو دې هڅو ته دوام ورکړي.

تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو د حافظ سعید په اړه د معلوماتو ورکوونکي له پاره د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ. حافظ سعید په پاکستان کې په آزداه توگه ژوند کوي او د هغه په اړه فکر کیږي چي د ممبی د بریدونو د اصلي طراحانو څخه وو. په دغه بریدونو کي ۱۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کلنټن چي په کلکته کي ئې د خلکو یوې غونډي ته خبري کولي د ترهگرۍ پر وړاندي د پاکستان د قربانیو څخه هم ستاینه وکړه او ویویل چي د ترهگرو له خوا دوی د تاوتریخوالي اصلي قربانیان ول.

کلنټن هندوستان ته په درې ورځني سفر تللې ده او غواړي چي هندوستان دې ته راضي کړي چي له ایران څخه نفت را وارد نه کړې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل