1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ګوتریش، زيلنسکي او اردوغان په کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د ترکېې او اوکراین د ولسمشرانو په درې اړخیزه ناسته کې خبرې، د زاپروږیا اتومي بټۍ پر وضعیت، د اوکرايني غله جاتو د صادراتو پر ادامې او د جګړې پای له پاره پر ديپلوماتيکي هڅو متمرکزې وې.

https://p.dw.com/p/4FlK4
Ukraine Erdogan Selenskyi Guterres
له اوکراین څخه د غله جاتو د صادراتو ادامه، په اوکراین کې د دغې درې اړخیزې کتنې د بحث یوه تر ټولو مهمه موضوع وهانځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، آنتونيو ګوترریش، د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي او د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۱۸) د اوکراین په لويديځ ښار لویف کې په یوه ګډه غونډه کې سره وليدل او يو ځل بیا د اوکران جګړې د پای غوښتونکي شول.

د غله جاتو صادرات، د دغې درې اړخیزې کتنې د بحث یوه تر ټولو مهمه موضوع وه. په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته، په ميلیونو ټنه غله په اوکراېن کې بنده پاتې شوه چې پر نړیوال بازار ېې هم منفي اغیز درولود. روسېې او اوکراین د جولای مياشتي پر ۲۲مه په استانبول کې د ملګرو ملتونو سازمان او ترکېې په منځګړیتوب د غله جاتو د صادرولو تړون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه تړون یوه ديپلوماتيکه بریا وښوده او وې ويل: «له اوکرایني بندرونو څخه د غله جاتو د صادرولو اجازه، یوازې د یو مثبت اقدام پیل وو او دغه بهیر باید ادامه ولري.»

له اوکراین څخه په غلجاتو بار دوه نورې کښتۍ هم د ترکېې پر لور روانې شوې

آنتونيو ګوترریش، له رجب طيب اردوغان او ولوديمیر زيلنسکي سره د کتنې پر مهال وویل چې «خلک سولې ته اړتیا لري.» هغه زياته کړه: «دغې جګړې له ځانه سره بېشمېره وژنې، ويجاړۍ، پراخ مهاجرتونه او د پام وړ بشر حقونو نقضول له ځانه سره درلودلي دي.»

د اوکراين په لويف کې دغه درې اړخيزه ناسته د ملګرو ملتونو سازمان او ترکېې له پاره يو ښه فرصت دی تر څو دوی له دې لارې وشي کړای پر اوکراين د روسېې تر پوځې حملې شپږ میاشتې وروسته له اوکراین سره د مذاکراتو له طریقه مختلفې حل لارې وارزوي.

د زاپروږیا اتومي کارخانې امنيت باید تامين شي

د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، تر دغې درې اړخيزې کتنې مخکې، د ملګرو ملتونو له سر منشي سره د ېوې مخامخ کتنې پر مهال د زاپروږیا اتومي بټۍ د امنیت د ټينګښت غوښتونکی شوی وو. دغه کارخانه روسېې اشغال کړې ده.

گوتيررش: پر اتومي تاسیساتو هر ډول برید "انتحاري" اقدام دی

تر دغې کتنې وروسته، د اوکراین د جمهوري ریاست دفتر د يوې اعلامېې په خپرولو سره وويل: «روسي ځواکونو د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د زاپروږيا اتومي کارخانه چې د اروپا تر ټولو ستره اتومي کارخانه ده، اشغال کړې ده. د دغې کارخانې وضعیت ډير بحراني دی.

د اوکراین د ولسمشر او د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي تر کتنې وروسته، يو ځل بیا د روسېې د اتومي باج غوښتنې په اړه خبرداری ورکوو او له دغه هیواده څخه غواړو چې د موجوده خطرونو په دلیل د اتومي بټۍ کنټرول اوکراین ته پريږدي.»

زاپروږیا بټۍ چې د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۵ کلونو تر منځ جوړه شوې، د شپږو رياکتورونو په درلودلو، د اروپا تر ټولو ستره او د نړۍ نهمه اټومي بټۍ ده.

Ukraine | Krieg | Besuch Recep Tayyip Erdogan
يوه ترکېې خبري آژانس ويلي اردوغان په دغه کتنه کې په «احتمال» سره زيلنسکي ته د روسېې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې وړاندیز کړی دیانځور: Turkish Presidency/AA/picture alliance

د اوکراین او روسېې ترمنځ د ترکېې احتمالي منځګړیتوب

له بل لورې زيلنسکي په لویف ښار کې چې د پولند سرحد ته نژدې واقع دی، د ترکېې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم کتلي او ورسره ېې خبرې کړي دي. دا په اوکراین کې د روانې جګړې له پيل وروسته دغه هیواد ته د اردوغان لومړنی سفر دی.

يوه ترکېې خبري آژانس ويلي دي چې رجب طیب اردوغان په دغه کتنه کې په «احتمال» سره زيلنسکي ته د روسېې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې وړاندیز کړی دی.

د ترکېې ولسمشر پر اوکراین د روسېې پوځي حملې با وجود، لا هم له مسکو سره خپلې ديپلوماتيکې اړېکې ساتلي او تر دې مخکې ېې هم په کراتو ځان د مسکو او کیف تر منځ منځګړی ښودلی دی.

رجب طيب اردوغان تر دې مخکې د جمعې په ورځ د روسېې له ولسمشر، ولاديمیر پوتین سره په سوچي کې کتلي وو. تر دغې کتنې وروسته اعلان وشو چې پر روسيه د لويديځ د بندیزونو سربیره، د ترکېې او روسېې تر منځ اقتصادي روابط پراختیا مومي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.