گانا: په تش لاس خو له سترو هيلو سره د سرو زرو لټه
په گانا کې شا او خوا يو ميليون کسان د طلا د استخراج په غير قانوني کانونو کې کار کوي چې په دوی کې ماشومان هم شامل دي. په دې کانونو کې کار نه يوازې د کارکوونکو روغتيا گواښي، بلکې طبيعت یې هم د نابودۍ پر لور دی.
گانا تر جنوبي افريقا وروسته په نړۍ کې د سرو زرو دويم ستر توليدونکی هيواد دی. دغه هيواد چې د افريقا لویې وچې په لويديځ کې پروت دی، د خامو موادو ډېري غني زيرمي لري. خو د وګړو سړي سر عايد یې په مياشت کې تر سلو يورو زيات نه دی. طلا د دې هيواد تر ټولو مهم صادراتي محصول دی چې له وجې یې د برېتانيا دا پخوانۍ مستعمره د «سرو زرو د ساحلونو» په نامه هم ياديږي.
گانا هم په طبیعي زيرمو د غني نورو هيوادونو په شان د خپلو همدې خزانو له کبله کړيږي. په نړيوال بازار کې د طلا بيې لوړيدل په دې هيواد کې د طلا د موندلو هڅې څو چنده کړي دي. د گانا دولت په ډير شدت سره د سروزرو له غير قانوني استخراج سره مقابله کوي. دمگړۍ کابو ۴۰ سلنه طلا د همدې کانونو له لاري ترلاسه کيږي. تر يو ميليون زيات کسان په غير قانوني توگه په سروزرو پسې لټه کوي.
د سرو زرو لټونکي په دې کانونو کې له دوديزو لارو چارو کار اخلي. دوی د سروزرو د موندلو له پاره تر ټولو ارزانه او تر ټولو لرغوني طريقه کاروي: د سرو زرو پريولل يعني د خټو او شګو څخه د طلا د ذرو جدا کول. د کيبي ښار په دې معدن کې (انځور) کارکونکي د لرګيو يو پليت فارم جوړوي څو بيا د دې لارې له سينده په راويستل شوې خټه کې طلا ولټوي.
په دې ځای کې هره ورځ د ۵ او۵۰ ترمنځ کارگر۱۴ساعته په خټه او لی کې په سروزرو پسې گرځي او په مياشت کې د ۸۰ يورو په شا او خوا کې عايد لري. د دوی زیاتره یې د همدې کان پر غاړه کوډلو کې ژوند کوي. د گانا وگړي په سيمه ايزه اصطلاح د سرو زرو لټونکو ته «گالامسي» وايي چې د «راټولو او پلورلو» معنا ورکوي.
د ورځې د مزدورۍ په کانانو کې چې د قانوني کانونو ترڅنگ فعاليت کوي، د سرو زرو راويستونکي کولای شي يوازې د طلا کوچنۍ ذرې يا په اصطلاح «د دويمې درجې طلا» پيدا کړي. اصلي سره زر په سترو کانونو کې په قانوني توګه استخراجيږي.
د سرو زرو د ذرو د موندلو له پاره د سيند دغه لی او خټې بايد په سمه توگه پريمنځل شي. په دې موخه کارکونکي د «لاوک» (د طلا پريوللو تشت) څخه استعفاده کوي. د کيبي په دې کان کې کارکونکي د لرگيو بسکونو د طلا شويي د تشت په توگه کاروي.
په اکثرو مواردو کې د راټولو شويو موادو سره پاره ور گډوله شي. سره زر په پاره کې د حلیدو خاصيت لري. د پارې پر ور اضافه کولو سره سره زر له دې سره يوځای کيږي. بيا د دې موادو د گرمولو سره پاره سوځي او خام سره زر پاتيږي. دا د سرو زرو د ترلاسه کولو يوه ډيره خطرناکه خو چټکه او ارزانه لاره ده.
سيځل شوې پاره نه يوازې د کارکوونکو له پاره ډيره خطرناکه ده، بلکې په پای کې د اوبو په جريان کې شامليږي او چاپيريال ته زيات زيان رسوي. د بوټو او کبانو له پاره ډيره خطرناک ده. د گانا ځنگلي سيمو د طلا د غيرقانوني کانونو د فعاليت له کبله ډير زيان ليدلی دی.
د سرو زرو غير قانوني راويستنه د گانا د کاکاو توليد ته هم سخته ضربه رسولې ده. گانا په نړۍ کې د کاکاو دويم صادرونکی هيواد دی. خو په دې وورستيو کلونو کرهڼيزې ځمکې مخ پر زياتيدونکي توگه د طلا پر راويستونکو پلورل کيږي. همدا راز د چاپيريال ککړتيا هم د کاکاو د بوټو د له منځه تلو سبب شوې.
د ۲۰۰۰م کال لسیزې له پيل راهيسې یو شمير بهرني طلا لټونکو د خپل بخت د آزمويلو له پاره دې هيواد ته مخه کړې ده. په دې منځ کې شا او خوا۵۰ زره تنه د گانا په کانونو کې په کار بوخت دي او يا ځيني کانونه اداره کوي. زياتره دغه کسان چينايان دي.
د سرو زرو په کانونو کې په زرونه ماشومان هم ليدل کيږي.۱۱ کلن ايمانويل هم له همدې ماشومانو څخه دی چې په معدن کې کار کوي. په گانا کې هم د ماشومانو کار غير قانوني دی خو سربيره پر دې هم د سروزرو د راایستولو په غیر قانوني کانونو کې ډير ماشومان په کار بوخت دي.
فيلکس تازه ۲۰ کلن شوی دی. هغه په اصل کې د ناجير دی او د ډيرو نورو په شان د سرو زرو د موندلو شوق تر گانا رسولی دی. دا کارکوونکي د گانا په کانونو کې د سروزرو لټه د يوه ښه ژوند پر لور لاره ګڼي. هغه لاره چې د دوی روغتيا پکښې له خطر سره مخامخ ده. خو دا ټول خطرونه دوی په زرو پسې له تلاښه نه باسي.