1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یاهو وایي چې لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه اکونټونه یې هک شوي دي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مهر ۲, جمعه

د یاهو شرکت ویلي چې د نیم میلیارد کاروونکو شخصي حسابونه یې هک، او معلومات یې غلا شوي. د یاهو په خبره ښايي دا کار د دولت له خوا تمویلیدونکو هکرانو کړی وي او له خپلو کاروونکو څخه یې غوښتي چې پسوردونه بدل کړي.

https://p.dw.com/p/1K6zn
Yahoo Logo Schriftzug
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Jose Sanchez

دغه معلومات په ۲۰۱۴ کال کې غلا شوي دي او کیدای شي د یاهو د کاروونکو ایمیل ادرسونه، نومونه، د تلیفون شمیرې، د کریدت کارتونو معلومات او د بانکي حسابونو معلومات، پکې شامل وي.

یاهو د پنجشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل: «انترنتي اخلالونه او غلاوې چې د دولت له خوا د تمویلیدونکو اړخونو له خوا تر سره کیږي، په وروستیو وختونو کې د تکنالوژي په سکتور کې په مخ په ډیریدونکې توګه د عامیدو په حال کې دي.»

یاهو زیاته کړې ده: «یاهو او نورو شرکتونو داسې پروګرامونه په لاره اچولې دي چې خپل کاروونکي په هغه صورت کې چې قوي باور ولري چې د یوه دولت له خوا تمویلیدونکي هکران د هغوی اکونت هک کړي، خبروي.»

یاهو له خپلو کاروونکو څخه غوښتي دي چې خپل پسوردونه بدل کړي. خو که کاروونکو دغه کار له ۲۰۱۴ کال راهیسې کړی وي او د خپل حساب له پاره یې نوی پسورد ټاکلی وي، نو بیا د دې کار تکرار ته اړتیا نه لري.

یاهو دا خبره هم کړې ده چې که یو څوک خپل یاهو اکونت د نورو ویبسایتونو له پاره هم کاروي نو باید د هغوی پسورد هم بدل کړي. دا په دې معنی چې که یو څوک د بیلګې په توګه د خپل یاهو اکونت په مرسته فیسبوک ته ننوځي، نو خپل د فیسبوک پسورد باید بدل کړي.

یاهو ویلي دي چې اوس دغه ستونزه حل شوي ده او دا شرکت له قانون پلي کوونکو اړخونو سره نزدې کار کوي چې ریښې یې وموندي.