1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو افغان کډوال چې ادعا کوي ۱۱۰ کلن دی آلمان ته ورسید

۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

آلماني پولیسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې داسې یو افغان له خپلې کورنۍ سره آلمان ته رسیدلی دی چې ادعا کوي ۱۱۰ کاله عمر لري. دغه افغان کډوال له اتریش سره د آلمان پر پوله د پاساو په ښار کې پولیسو ته ځان معرفي کړی.

https://p.dw.com/p/1Gg9B
انځور: picture alliance/dpa/Bundespolizei

د پولیسو ویاند وارنر ستاوبینګر، ویلي دي: «د دغه کس نهه کسیزه کورنیې د یکشنبې په ورځ له پاساو ښار څخه لیږدول شوي دي.»

ویل کیږي چې دغه کس په سترګو ړوند دی او د خبرو کولو توان هم نه لري. د هغه نهه کسیزه کورنۍ کې څلور ماشومان او یوه حامله ښځه شامله ده. پولیسو دغه کورنۍ د دریسدن ښار ته لیږدولې ده چیرې چې د دغه کس لور د هغه د زیږیدو نیټه د ۱۹۰۵ کال د جنوري میاشتې لومړۍ نیټه ښوولې ده.

دا چې دغه نیټه سمه ده او که نه، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده ځکه دا افغانه کورنئ چې څلور نسله په کې شامل دي، له ځان سره اسناد نه لري.

خو د پولیسو ویاند ستاوبینګر، ویلي دي: «آن که دغه کس د نوي کلونو وي، نو بیا هم د هغه له پاره دلته رسیدل یوه لویه خبره ده.»

د آلمان د کډوالو ادارې یوه ویاند چې د دغې کورنۍ کیسه اوریدلې ده په دې باور ده چې هغه ریښتنې ده. دغه کس له چکسونو څخه کار اخلي او ډیر ورو حرکت کولای شي.

د هغه د ۶۰ کلنې لور په حواله، له بغلان څخه د دغې کورنۍ سفر تر آلمان پورې شاوخوا یو میاشت وخت ونیوه. هغې ویلي دي چې د کورنۍ نورو نارینه و دغه زوړ کس لیږدولی دی. د کورنۍ غړو ویلي دي چې تر هغه وروسته له بغلان ولایت څخه وتلي دي چې درې ورونه یې د طالبانو له خوا ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب