1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو وار بیا په ډله ېېز شکل له آلمان څخه مهاجر اخراجیږي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۴, دوشنبه

ټاکل شوې یو وار بیا له آلمان څخه هغه افغان مهاجر خپل هیواد ته واستول شي چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه رد شوي دي. دا خبره د افغانستان د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو وزارت هم تائیده کړې.

https://p.dw.com/p/2bpDQ
Abschiebung von Flüchtlingen in München
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

یو وار بیا یعنې د پنځم ځل له پاره له آلمان څخه په ډله ېېز شکل خپل هیواد ته د افغان مهاجرو اخراج پلان شوی دی. په دې ډله کې ۵۰ تنه هغه افغان مهاجر شامل دي چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د افغانستان د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو وزارت د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د سه شنبې په ورځ به له آلمان څخه د افغان مهاجرو لیږدونکې الوتکه پلازمېنې کابل ته ورسیږي.

د «پرو ازول» په نوم له مهاجرو څخه د ملاتړ آلماني سازمان د څرګندونو له مخې، ټاکل شوی ده چې د افغان مهاجرو دغه لیږدونکې الوتکه په آلمان کې د مونشن ښار له هوایې ډګر څخه د کابل پر لور پرواز وکړي.

مخکې تر دې د مارچ میاشتې په پای کې د څلورم ځل له پاره په ډله ېېزه توګه هغه افغان مهاجر کابل ته استول شوي ول چې په آلمان کې یې د پناهندګۍ ترلاسه کولو له پاره وړ شرایط نه درلودل.

«پرو ازول» یا د مهاجرو د ملاتړ آلماني سازمان د کابل پر لور د هغو پروازونو لړۍ د بندولو غوښتنه کوي چې افغان مهاجر په کښې بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. د دغه سازمان له نظره افغانستان په هیڅ وجه یو امن هیواد نه دی.

د مهاجرو د ملاتړ دغه آلمانۍ سازمان په دې اړه په بلخ ولایت کې د طالب جنګیالیو له خوا پر۲۰۹ شاهین قل اردو برید ته اشاره کوي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰۰ انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

زموږ له ارشیف څخه د موضوع اړوند انځویز رپوټ :