1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته د نویو راغلو کډوالو شمیر نیم میلیون ته رسیدلی

آژانسونه / جمشید فیاض۱۳۹۴ مهر ۳۰, پنجشنبه

ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د هغو مهاجرينو څپه چې د سمندر له لارې د یونان ټاپو گانو ته رسیږي په ډیرې چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو ده. یوازې اووه زره مهاجر په دې اوونۍ کې د اژه سمندرگي ټاپوگانو ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1Gsah
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Stavrakis

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان خبر ورکړی دی چې له دغه نوي شمیر سره سږ کال یونان ته د رسیدلو مهاجرو شمیر ۵۰۲ زره او ۵۰۰ تنو ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا د کډوالو د شمیر زیاتوالي د یونان په ټاپو گانو فشار زیات کړی، ځکه چې په وینا یې مهاجر کوښښ کوي چې خپل ځانونه د لویدیځي اروپا پولو ته ورسوي.

د مهاجرو د چارو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارې ویاندې ملیس فلمینگ، د پناه غوښتونکو په اړه وایي: «دغه موضوع له دې وجې زیات ارزښت لري چې د اروپا د نورو سیمو په څیر د کډوالو د منلو او خدماتو له پاره اقدامات وشي. د دې اساسي عنصر پرته ممکنه ده چې د سپتمبر په میاشت کې په اروپا کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو په هکله چې کوم توافق شوی وو له سختو ستونزو سره او یا آن له ماتې سره مخامخ شي.»

هغه ارقام چې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ وړاندې کړې له مخې یې سږ کال د مدیترانې سمندرگي له لارې ۶۴۳ زره تنه اروپا ته رسیدلي دي. زیاته شوې ده چې یوازې د سې شنبې په سهار له ۲۷۵۰۰ څخه زیات مهاجر د یونان په ټاپو گانو کې د راجستر کیدو او یا هم د دغه هیواد د پلازمینې پر لور د حرکت په انتظار دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې یونان په خپلو ټاپوگانو کې د کډوالو وضعیت ته د رسیدگۍ او د هغوی د کنترول په موخه پولیس پر دنده گمارلي دي. تیره اوونۍ د کډوالو له لوري انتظار د دې سبب وگرځید چې د لسووس په کمپ کې هغوی هله گوله رامنځ ته کړې او خپل سفر ته د دوام ورکولو هڅه وکړي.

د بالکان حوزې په هیوادونو کې حالت هم ډیر ښه نه دی. یو پر بل پسې پولې تړل کیږي او د هغو کډوالو شمیر چې په پولو کې بند پاتې دي ورځ تر بلې زیاتیږي. له صربستان سره د کروشیا پر پوله ۳۰۰۰ کډوال پراته دي چې د ژوندانه له لومړنیو اړتیاو څخه محروم دي او په یخه هوا او باران کې تر آسمان لاندې ورځې شپې سبا کوي.

د کډوالو د چارو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیساری ویانده د دغو کډوالو په هکله وایي: «یو ان اچ سي ار، له خپلو نورو همکارو خیریه سازمانونو سره یو ځای هغه بیړنۍ مرستې چې له وسه یې پوره وې لکه د څښاک اوبه، خواړه او شړۍ مهاجرو سره وکړې. خو یو ډیر شمیر انسانان چې د زاړه عمر لرونکي وو، امیدوارې ښځې او جسمي معلوله کسان د باران له کبله لامده شوي او د وضعیت څخه متاثره شوي دي.» هغې همداشان د کرواسیا او سلوانیا تر منځ پر پوله د دغسې یوه وضعیت څخه خبر ورکړ.

خو له دې سره سره چې د بالکان له پولو تیریدل سخت شوي دي، یوازې د دوشنبې په ورځ ۴۳۰۰۰ تنه له سلوانیا څخه اتریش ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په زرونو مهاجر په اتریش او آلمان کې په مؤقتي خیمو او کمپونو ورځې شپې سبا کوي.

په تیرو نهو ورځو کې لږ تر لږه ۱۹ کسانو د ترکيې له اژه سمندرگي څخه یونان ته د تلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه ډله کې کوچني ماشومان هم شامل وو چې په سمندرگي کې غرق شوي دي.
د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه درې زره او ۱۳۵ کډوالو د مدیترانې په سمندرگې کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه د کډوالو په کړکیچ کې له هیوادونو څخه د لا جدي او ډیرې همکارۍ غوښتنه کړې ده. اروپا له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته له یوه ستر بحران سره لاس او گریوان دی.

ورځ تر بلې د اروپا پولې تړل کیږي او مهاجر په یخه هوا کې تر شنه آسمان لاندې ورځې شپې سبا کوي
ورځ تر بلې د اروپا پولې تړل کیږي او مهاجر په یخه هوا کې تر شنه آسمان لاندې ورځې شپې سبا کويانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Pasvantis
د مهاجرو په ډله کې ښځې ماشومان او معلوله کسان هم شامل دي
د مهاجرو په ډله کې ښځې ماشومان او معلوله کسان هم شامل ديانځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki