1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د کډوالو په لومړي تمځای بدليږي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې د مدیتراني سمندرگي له لاري اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمیر یوه ریکارډ ته رسیدلی دی. د دغه ادارې په وینا د کډوالو اصلي هجوم له ايتاليا څخه د یونان پر لور اوړي.

https://p.dw.com/p/1FrZa
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) ویلي دي چې یوازي د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۷ زره کډوالو د مدیتراني سمندرگي له لاري اروپایي ساحلونو ته ځانونه رسولي دي. دغه ادارې په ژنیف کې ویلي دي چې دا د څلورو کلونو دمخه شمیر په پرتله ۸۳ سلنه ډېرښت ښيي.

ويل شوي دي چې له دې سره په مدیترانې سمندر کې د سفر کوونکو د مرگ شمیر هم په څرگند ډول زیات شوی دی. د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د رپوټ له مخې یوازي په روان کال کې ۱۸۶۷ تنه مړه شوي دي، چې له دې ډلي څخه یوازي په اپریل میاشت کې ۱۳۰۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په وینا په اپریل میاشت کې د ډیرو کډوالو غرقیدو ته په کتو سره اروپایي ټولني په مدیترانې سمندرگي کې د ژغورني او لټون ماموریت پراخ کړ چې ورسره سم په څرگند ډول د قربانیانو شمیر راکم شوی دی.

د روان کال په می میاشت کې ۶۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په جون په میاشت کې دغه شمیر ۱۲ تنو ورسېد.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په وینا په دغه موده کې د کډوالو د هجوم په برخه کې یو بدلون هم تر سترگو کیږي. زیاته شوې ده چې د ترکیې له لاري د کښتیو په واسطه یونان ته د رسیدونکو کډوالو شمیر، له شمالي افریقا څخه ايتاليا ته د رسیدونکو کډوالو د شمیر په پرتله ډیر شوی دی.

ويل شوي دي چې په تیر کال کې ايتاليا ته د راغلو کډوالو شمیر ۱۷۶ زره تنه وو او د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه هیواد ته ۷۶۵۰۰ کډوال راغلي دي. دا په داسي حال کې ده چې یونان ته په تیر ټول کال کې ۴۳.۵۰۰ کډوال راغلي ول او د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا دغه شمیر ۶۸۰۰۰ تنو ته رسیږي.

ډیر سوریایان په تېښته دي

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې اروپا د کډوالو د هغه بحران شاهده ده چې د سمندر له لاري ځانونه اروپا ته رسوي. د دغي ادارې مشر انتونیو گوتیرس، ویلي دي چې زیاتره کډوال اقتصادي کډوال نه دي.

د هغه په وینا زیاتره پناه غوښتونکي د جگړو، کړکچیونو او تعقیب له کبله په تېښته دي. د هغه ويلي دي د کښتیو په واسطه د راغلو کډوالو یو پر دریمه برخه د سوریې د کورنۍ جگړې کډوال دي.

همداشان له افغانستان او اریتریا څخه راغلي کډوال د دغه شمیر ۱۲۱۲ سلنه جوړوي. پر دې سربیره نور کډوال له سومالیا، نایجیریا، عراق او سوډان سره تړاو لري.

د ملگرو ملتونو د کډوالو سازمان داسي اټکل کوي چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې د مدیترانې سمندرگي له لارې د راتلونکو پناه غوښتونکو شمیر لا پسې لوړ شي. گوتیرس پر دې خبره ټینگار کړی دی چې تجربو ښوولې ده چې د کال په وروستیو میاشتو کې د راتلونکو کډوالو شمیر د کال د لومړي نیمایي پرتله دوه برابره ډیریږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب