1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

یونیسیف: هره ورځ ۱۵۰۰۰ کوچني ماشومان مري

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

یونیسیف په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۱۶م کال کې ۵،۶ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وو د ناروغیو او کم خوارکۍ له کبله مړه شوي دي. ویل شوي چې د ښې پالنې په صورت کې ډیری یې ژغورل کیدای شول.

https://p.dw.com/p/2m98x
Kenia Medizinische Hilfe in Mathare, Nairobi
انځور: picture-alliance/Miro May

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسیف، په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې د ۲۰۰۰م کال په پرتله په څرګند ډول لږ کم عمرونه ماشومان مړه شوي دي. په ۲۰۰۰م کال کې ۹،۹ میلیونه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. خو یونیسیف د یوې نوې پدیدې په هکله په اندیښنه کې دي: په مړو شوو ماشومانو کې د نوي زیږیدلي ماشومانو (څلور اوونۍ او یا تر دې کم عمره) د مړینې کچه له ۴۱ سلنې څخه ۴۶ سلنې ته لوړه شوې ده.

د یونیسیف، د روغتیا نړیوال سازمان او نړیوال بانک له لوري په ګډ نوي رپوټ کې راغلي دي چې هره ورځ ۷۰۰۰ ماشومان چې عمر یې لا ۲۸ ورځو ته نه وي رسیدلي، مړه کیږي.

د رپوټ له مخې زیاتره ماشومان سویلي آسیا او د افریقا په لویه وچه کې مړه کیږي. په نړیواله کچه د آسیا سلنه ۳۹ او د افریقا بیا ۳۸ سلنې ته رسیږي. د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې نیمایي یې یوازې په پنځو هیوادونو کې رامنځ ته شوي چې په هند کې ۲۴ سلنه، پاکستان کې ۱۰ سلنه، نایجیریا کې ۹ سلنه، کانګو کې ۴ سلنه او په ایتوپیا کې بیا ۳ سلنه وه.

ښه پالنه د ماشومانو ژوند ژغورلی شي

د رپوټ د معلوماتو له مخې تر پنځه کلنۍ کښته زیاتره ماشومان د هغو ناروغیو له لاسه مري چې درملنه یې کیدای شي لکه سینه بغل او یا نست ناسته. یونیسیف، له حکومتونو څخه غوښتي دي چې د لوږې او ناروغیو پر وړاندې مبارزه کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي. زیاته شوې ده چې واکسین، دارو درمل، د ماشوم د زیږیدنې پر مهال مسلکي پالنه او همداشان د بهترو طبي تأسیساتو جوړول د ډیری ماشومانو ژوند ژغورلی شي.

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د زیږیدو وروسته ورځو او اوونیو کې د مړینې د پيښو تر څنګ د مړو زیږیدلو ماشومانو ډیرې پيښې هم ثبت شوي دي. د یونیسیف په وینا په ۲۰۱۶م کال کې د ۵،۶ میلیونه ماشومانو د مړینې سربیره ۲،۶ میلونه ماشومان مړه زیږیدلي دي. زیاته شوې ده که چیرې د میندوارۍ او د ماشوم د زیږون پر مهال د میندو ښه پالنه شوې وای نو هم ډیر شمیر ماشومان ژغورل کیدای شول.

د یونیسیف د روغتیايي چارو مدیر ستیفن سوارتلینګ، وایي چې د ماشومانو د ژغورنې له پاره پوهه او امکانات شته، خو په وینا یې هغه باید هغه ځای ته ورسول شي چیرې چې یې تر ټولو زیاته اړتیا ده.

د نړیوال بانک ډلې د روغتیایي چارو مدیر تیم ایوانز، په انتقادي ډول ویلي دي چې دا یوه افتضاح ده چې په ۲۰۱۷م کال کې هم په یو شمیر سیمو کې میندواري او زیږیدنه د میرمنو او ماشومانو د ژوندانه له پاره خطر دی. د هغه به خبره هره مور باید ښې روغتیايي پالنې ته لاس رسی ولري، څو خپل ځان او اولادونو ته د باصحته ژوند امکان برابر کړي.