پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام کوي | سيمه | DW | 05.03.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام کوي

د پاکستان حکومت د ټولو هغو یاغي ډلو چې ملګري ملتونه یې ترهګرې بولې، د شتمنیو او ملکیتونو د کنګلولو امر کړی دی. تر دې مخکې په کشمیر کې یوه ترهګریز برید پاکستان له خپل ګاونډي هند سره د یوې جګړې تر سرحده رسولی وو.

د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې چارواکو د افراطي اسلامپاله ډلو د مالي منابعو پر ضد اقدامات وکړل او په دې ترتیب سره یې د هغو ډلو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې ترهګرې بولې، د شتمنیو د ګنګلولو امر وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل، د ډان نیوز تلویزیون ته ویلي دي چې حکومت به همداراز د هغو سازمانونو چې پرې بندیز لګول شوی دی خیریه څانګې او روغتیایي ټیمونه هم کنترول کړي.

فیصل ویلي دي چې د دغو اقداماتو هدف «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزو د عملي کولو په موخه د کړنلارې موثرول» دي.

د روان کال په فبروري میاشت کې په پاکستان کې میشتې یاغي ډلې «جیش محمد» د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د داسې یوه برید پړه ومنله چې په پایله کې یې تر ۴۰ ډیر هندي ځواکونه ووژل شول. هندوستان بیا پر پاکستان باندې تور ولګوه او ټینګار یې وکړ چې داسې شواهد په لاس کې لري چې ښيي دغه هیواد په پیښه کې مستقیم لاس لره.

تر برید وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلې شوې. هندوستان د پاکستان په خاوره کې هوایي بریدونه وکړل او پاکستان بیا دوه هندي الوتکې وویشتلې او یو پیلوټ یې هم ژوندی ونیوه. نوی ډهلې د خپلې یوازې یوې الوتکې ویشتل کیدل تأییدوي. پاکستان دغه پیلوټ د سولې د نیت ښوولو په موخه بیرته هندوستان ته وسپاره. خو بیا وروسته د دواړو هیوادونو ځواکونو په کشمیر کې د کنټرول لاین په اوږدو کې پر یو بل ډزې وکړې.

ایا پاکستان د نورو ډلو پر ضد هم اقدامات کوي؟

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، په خپل هیواد کې د «یاغیتوب او افراطیت» د ختمیدو غوښتنه کړې ده او ویلي يې دي چې باید اجازه ور نه کړل شي چې پاکستان د «یاغیانو له خوا برمته» ونیول شي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ټولو څلورو ایالتونو له لوړپوړو چارواکو سره غونډه وکړه او له هغوی سره د هیواد په کچه له ترهګرۍ سره پر مبارزې وغږید. د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي دي چې په دې غونډه کې ایالتي چارواکو ته لاروښونه وشوه چې د ترهګرو ډلو پر ضد خپل اقدامات ګړندي کړي.

خو یوې سرچینې دا خبره په کلکه رد کړې ده چې پاکستان دغه اقدامات د هندوستان د فشار له کبله کړي دي. دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی روښانه کړې ده چې د ترهګرو ډلو پر ضد دغه پلان د کشمیر تر وروستیو شخړو ډیر مخکې جوړ شوی وو.

دغې سرچینې د ډان ورځپانې ته ویلي دي: «په ۲۰۱۴ کال کې پریکړه شوې وه چې د هغو ډلو پر ضد چې بندیز پرې لګول شوی به اقدامات وشي. دې کار ستراتیژیک بدلون ته اړتیا لرله چې دا کار وخت ته ضرورت لري.»