1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان بې اينترنيته ويکيپيديا ته لاس رسی مومي

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

په افغانستان که به وگړي ډېر ژر بې له اينترنيته په خپلو تليفونونو کي ويکيپيديا ته لاس رسی ولري. دغه ابتکار د دغه انلاين دايره المعارف او د موبايل يوه شرکت له خوا کيږي.

https://p.dw.com/p/2lazA
Symbolbild Wikipedia
انځور: picture alliance/empics/P. Byrne

په افغانستان کي به په ميليونونو وگړو ته ويکيپيديا ته د لاس رسي له پاره بې له اينترنيته زمينه برابره سي. په افغانستان کي نژدې ۸ ميليونه وگړي اينترنيت ته لاس رسی لري.

ډير افغانان د موبايل له اينترنيته کار اخلي چي ډېر گران هم ورته تمامیږي. اوس د ويکيپيديا بنسټ او روشن شرکت پتېيلې ده چي افغانانو ته ويکيپيديا سايټ ته بې له اينترنيته د لاس رسي زمينه برابره کړي.

په پام کي ده چي ټولو مشتريانو ته يو کال په وړيا توگه ويکيپيديا ته د داخلېدو اجازه ورکړله سي. دغه اقدام به د رواني مياشتي په پای کي عملي سي.

د روشن شرکت اجرايي رئيس الطاف لاداک ويلي دي: «له ويکيپيديا بنسټ سره دغه همکاري معلوماتو او پوهاوي ته د لاس رسي سرحد نور هم پراخوي.»

ياد شرکت دغه ابتکار ته چي د «صفر ويکيپيديا» نوم ورکړل سوی دئ د افغانستان د پراختيا کيلي بللی دی. دغه طرح په ۲۰۱۲م کال کي په نورو هيوادونو کي هم عملي سوې ده.

د روشن شرکت د معلوماتو له مخي ويکيپيديا ته دغه وړيا لاس رسی به د ځوانو محصيلانو له پاره چي غواړي په خپله رشته کي تازه معلومات ترلاسه کړي ډېر گټمن وي.