1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان د کریکت د نړیوالو شورا بشپړ غړی شو

۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبه

د کړیکټ نړیوالې شورا یا ICC پر خپل فیسبوک ټولنیزه پاڼه باندې لیکلي دي چې افغانستان او ایرلند ته د پنجشنبې په ورځ د دغې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو. له دې سره ښايي د دواړو هیوادونو بودجه او د لوبو شمیر هم لوړ شي.

https://p.dw.com/p/2fCqA
Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د کریکټ د نړیوالې شورا له خوا په لنډ خپور شوي پیغام کې راغلي دي چې دغه پریکړه د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو تر یوې غونډې وروسته شوې ده.

تر دې وروسته د افغانستان د کریکټ بورد چارواکو د فیسبوک له لارې افغانانو ته د دې موضوع له کبله مبارکي ورکړه.

له دې سره به نو افغانستان د تیست لوبو کولو امکان ولري او په عین حال کې به یې د کریکټ له نړیوالې شورا څخه د ترلاسه کیدونکو پیسو اندازه هم ډیره شي. د افغانستان کریکټ په ډیر کم وخت کې په نړیواله کچه ډیرې لویې لاس ته راوړنې لرلي دي او له همدې کبله یې د کریکټ د نړیوالې شورا پام هم ځان ته اړولی دی.

تمه کیږي د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبو شمیر به هم ډیر شي او افغانستان به وکړای شي چې د پخوا په پرتله له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره لا ډیرې لوبې وکړي.