1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت یو اخراج شوی افغان بیرته آلمان ته لېږلی

۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبه

له آلمان څخه کابل ته د سه شنبې په ورځ د ۳۶ اخراج شویو پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو یې بیرته آلمان ته لیږدول شوی دی. افغان چارواکي وایي چې هغه یې د رواني ناروغۍ له کبله نه دی منلي او بیرته یې استولی دی.

https://p.dw.com/p/3BErv
Afghanistan Abgeschobene Afghanen erreichen Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs

دغه ۲۳ کلن رد شوی افغان پناه غوښتونکی چې په آلمان کې جرمي سابقه هم لري، اوس یو ځل بیا آلمان ته رسیدلی دی. د «فرانکفورتر روندشو» ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د هيسن ایالت د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې دغه کس به آلمان ته تر رسیدو وروسته، یو ځل بیا د رد شویو مهاجرو توقيف ځای ته ولیږدول شي.

د دې رسنې په خبره اوس نو آلماني ادارې د دې خبرې معلومولو په لټه کې دي چې ولې افغان حکومت دغه کس نه دی منلی. زیاته شوې ده چې د دغه افغان هویت په آلمان کې د افغانستان قنسلګرۍ تايد کړی وو.

خو د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدونکو د حقوقي ملاتړ ریاست مشر مرتضا رسولي، دویچه ویله ته وویل چې دغه کس ځکه بیرته آلمان ته واستول شو چې څرګندي روانې ستونزې یې لرلې. هغه زیاته کړه چې د آلمان او افغانستان حکومتونو یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د ناروغانو په ګډون «اسیب پذیره» کسان نه شي اخراجیدای.

رسولي زیاته کړه: «دغه کس رواني ناروغ وو او روغتیایي ستونزه یې لرله. له همدې کبله د دواړو اړخونو د ګډې پریکړې په پایله کې بیرته آلمان ته واستول شو.»

د رسولي په خبره دغه کس به تر هغه وخته پورې په آلمان کې وي چې روغتیایي وضعیت یې سم شي، ځکه په افغانستان کې د ځینو ناروغیو د درملنې امکانات کم دي.

جرمي سابقه

د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې دغه کس تر دې مخکې څو وارې په جرمونو متهم شوی چې پکې د نورو کسانو ژوبلول او غلاوي هم شاملې دي. خو رسولي روښانه کړه چې دغه کس د هغه د جرمي سابقې له کبله نه، بلکې د روغتیایي لاملونو په خاطر بیرته آلمان ته استول شوی دی.

رسولي وویل: «کله چې موږ په هوایي ډګر کې د هغه هرکلی کاوه، نو له ورایه ښکارېده چې دغه کس نورمال نه دی او روغتیایي ستونزي لري [...] دغه کس خبري نه شوای کولی او هلته شته ډاکټرانو چې له راستانه شوو سره روغتیایي مرستي کوي، تاید کړه چې هغه رواني ستونزي لري.»

له ۲۰۱۵م کال راهیسې ډیرو افغانانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې، خو زیات یې په دې هیواد کې نه دي منل شوي او یو شمیر یې باید بیرته افغانستان ته واستول شي. که څه هم د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونه وایي چې د افغانستان شرایط د مهاجرو د اخراج له پاره مناسب نه دي، خو بیا هم د آلمان حکومت وخت نا وخت په ډله ایزه توګه افغانان کابل ته اخراجوي.

زموږ له ارشيف څخه: