1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د روسيې پر وړاندي د بريتانيا د دريځ ملاتړ کوي

۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبه

په بریتانیا کې د روسیې پر پخواني جاسوس تر حملې وروسته، د امریکا حکومت د مسکو پر ضد د بریتانيا د صدراعظمې د اقداماتو ملاتړ کړی دی. اوس د دغه کړکیچ د لا پېچلتيا اټکل کیږي.

https://p.dw.com/p/2uMVB
USA UN Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/Photoshot

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې امريکا متحدو ایالاتو د بریتانيا له هغې ارزونه سره همغږي ښوولې ده چې روسیه پر پخواني جاسوس سیرګي سکريپال باندي د زهرو په حمله کي گرمه بلل شوې ده. دغه خبره سپيني ماڼۍ کړې ده. ويل شوي دي چې د تريزا مې، دا پریکړه چې ۲۳ دیپلوماتان له بریتانيا څخه ووځي یو «مناسب ځواب» دی.

په ملګرو ملتونو کې کې د امريکا متحدو ایالاتو سفیري نیکي هیلي، هم د امنیت شورا په غونډه کې روسیه د دغې حملې له پاره مسئول وبلله. هغې پر امنیت شورا باندي د «سملاسي اساسي اقداماتو» د کولو غږ کړی دی.

د امنیت شورا په دغه بیړنۍ غونډه کې د روسیې او بریتانيا تر منځ لفظي شخړې وشوې. په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نبینزیا  وویل چې تريزا مې «د بې ځایه قهر فضا» رامنځ ته کیدو هڅه کوي. هغه په دغه پيښه کې د خپل هیواد هر ډول ښکیلتیا رد کړه او په دې تړاو یې د شکمنو شواهدو د وړاندي کولو غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې روسیه په امنیت شورا کې د ویتو حق لري او د دغې شورا د پریکړو مخه نیولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانيا سفیر جوناتن الین په ځواب کې وویل چې هیواد به یې د روسیې له «انکار، انحراف او ګواښونو» له کبله و نه پاریږي. تر دې دمخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش د وضعیت په هکله خپله «ژوره اندیښنه» څرګنده کړې وه.

England Giftanschlag gegen Sergej Skripa
تحقیق کوونکي د دوشنبې په ورځ په وینترسلو کې د کیمیاوي ګاز د برید په هکله پلټنې کويانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Matthews

خو د امريکا په پرتله فرانسې محتطانه څرګندوني وکړې. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دریان، له دې ډډه وکړه چې روسیه د دغه کیماوي برید د اصلي طراح په توګه یاد کړي. لو دریان په پاریس کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره تر ملاقات د مخه وویل چې په راتلونکو ساعتونو کې به د بریتانيا له چارواکو سره په «لوړه کچه» خبرې اترې تري وکړي، څو یو غبرګون همغږی کړي. د هغه په خبره دلته د فرانسې د یوه مهم متحد د امنیت موضوع مطرح نه ده، بلکې د اروپا د امنیت موضوع هم مطرح ده. په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د بریتانیې له صدراعظمې تريزا مې، سره خبري وکړي.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له روسیې څخه د زهرجن برید په هکله د بشپړې همکارۍ او د شفاف سپیناوي غوښتنه کړې ده. هغې د آلمان له اې آر دي، تلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي دي چې «موږ د بریتانيا د حکومت موندنې ډیري جدي نیسو.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي دي چې دغه برید باید بې پایلې پاته نه شي. د هغه په خبره عاملین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. د اروپایي اتحادیې د شورا مشر دونلد توسک، ویلي دي چي دغه حمله به د اروپایي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د سرمشریزي موضوع وي.

۶۶ کلن سکریپال او د هغه ۳۳ کلنه لور د مارچ مياشتي پر څلورمه نیټه د بریتانيا په سلیسبري، ښار کې د یوه پلورنځي مخې ته د بې هوښۍ په حالت کې وموندل شول. له هغې راهیسې دواړه په روغتون کې له مرګ او ژوند سره لاس او ګریوان دي. د بریتانيا د معلوماتو له مخې په دغه حمله کې له یو ډول عصبي زهرجن  ګاز څخه استفاده شوې ده چې د پخواني شوروي اتحاد پوځ په ۷۰ او اتیایمه لسیزه کې جوړ کړی دی.

مې له بریتانيا څخه د روسي دیپلوماتو پر ایستلو سربیره د نورو اقداماتو اعلان کړی دی چې په هغو کې د پولو سخت کنترول او د شتمنیو بالقوه کنګل کول شامل دي. همداشان به د سږکال په اوړي کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د نندارې له پاره د بریتانيا کوم وزیر او نه هم د شاهي کورنۍ کوم غړی سفر وکړي.

د دغو اقداماتو د اعلان له کبله د دغه شخړې د لا ترینګلې کیدو اټکل کیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه بندیزونه بې ساري لمسون بللی دی. د هغه په خبره دا د منلو وړ نه ده چې د بریتانيا حکومت بندیزونه ولګوي. مسکو هم په نزدې راتلونکې کې د غچ اخیستونکو اقداماتو خبره کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: