1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي ځانګړي ځواکونه یوځل بیا هلمند ته لیږل شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۹, شنبه

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه یو ځل بیا هلمند ولایت ته رسیدلي چیرته چې په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د ماموریت تر پای ته رسیدو مخکې امریکايي ځواکونه له سختو جګړو سره لاس او ګریوان وو.

https://p.dw.com/p/2c7cp
Afghanistan Nato Soldat in Helmand
آرشيف انځورانځور: Getty Images/L. Neal

د تریاکو د کرکیل یو له مهمو ولایتونو یعنې هلمند ولایت ته د ۳۰۰ امریکايي سرتیرو لیږل چې د لومړي ځل له پاره د روان کال په جنوري میاشت کې اعلان شوی وو، د طالبانو د پسرلني عملیاتو تر اعلان یوازې یوه ورځ وروسته دې ولایت ته لیږل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ اداره غواړي په افغانستان کې خپله نوې ستراتیژي طرح کړي.

د فرانسې خبري آژانس په یوه انځور کې لیدل کیږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان، جنرال جان نیکلسن په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره ، د امریکايي ځانګړو ځواکونو یا مرین یوه ډلګې ته د ښه راغلاست په مراسمو کې برخه اخلي.

د کلونو راهیسې د افغانستان هلمند ولایت د امریکايي او بریتانوي ځواکونو د پوځي مداخلي اصلي سیمه ګڼل کیده. د هلمند ولایت د ټولو ۱۴ ولسوالو څخه ۱۰ ولسوالۍ یې یا د یاغیانو تر ولکې او یا یې هم د کنټرول له پاره هڅې کوي. په دې ولایت کې د پراخه تریاکو د کرکیل له امله، ترهګري تمولیږي.

له دې ولایت څخه په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۳۰ زره کسان نورو ځایونو ته په تیښته مجبور شوي وو او زیاتر دغه کسان بیا د دې ولایت مرکز لشکرګاه تللي دي. د مرکز شاوخوا ولسوالیو ته نښلیدونکو لارو باندې یاغیانو ګڼ شمیر ماینونه خښ کړي دي.

اوسمهال د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتیري لري. د امریکايي سرتیرو ترڅنګ ۵۰۰۰ نور بهرني سرتیري بیا د ناټو په چوکاټ کې په ماموریت بوخت دي. جنرال نیکولسن تر دې مخکې د یاغیانو د ځپلو له پاره د څو زره نورو بهرنیو سرتیرو غوښتنه کړې وه.

په کابل کې میشت تقاعد شوی جنرال، میرزا محمد یارمند د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې «که په جنوبي هلمند ولایت کې افغان او امریکايي ځانګړي ځواکونه له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي، نو موږ به ښې پایلې ترلاسه کړو.»

بل لوري ته بیا د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون د جمعې په ورځ وویل چې ډیر امکان لري چې افغان او امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وژلی وي.

د پنتاګون د معلوماتو په حواله د چهارشنبې په شپه د ننګرهار په ولایت کې افغان او امریکايي ځواکونو په یوه برید کې د داعش ډلې مشر عبدالحسیب په نښه کړی دی. امريکايي چارواکو ویلي چې په دې عملیاتو کې ۴۰ ځانګړي امریکايي سرتیرو او ۴۰ افغان کمانډو سرتیرو برخه درلوده او د ننګرهار ولایت د مهمند درې په ولسوالۍ کې په هغه سیمه کې یې عملیات ترسره کړي چیرته چې د داعش ډلې مشر عبدالحسیب میشت وو.

د دې ترڅنګ امریکايي چارواکو همدا راز په دوستانه ډزو کې د دوه امریکايي سرتیرو د وژنې د پیښې د څیړنې خبر ورکړی دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):