1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه ايتاليا ته د مهاجرو پر بيرته ليږد اختلافات

۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير ډاډه څرګند کړی چې برلين او روم به د روانې ميلادي مياشتې تر پايه د مهاجرو د بيرته ليږد پر موضوع هوکړې ته ورسيږي. خو ايتاليا تر هر څه د مخه د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پولو پر امنيت ټينګار کوي.

https://p.dw.com/p/31KfT
Österreich Innsbruck - EU-Innenminister | Matteo Salvini, Italien & Horst Seehofer, Deutschland
انځور: DW/B. Riegert

د آلمان د کورنیو چارو وزير هورست زيهوفر د چهارشبنې په ورځ وويل چې هغه به له آلمان څخه ايتاليا ته د مهاجرو د بيرته استولو پر موضوع د روانې ميلادې مياشتې (جولای) تر پايه له دغه هیواد سره هوکړې ته رسیږي. خو د هغه ايتالوي سيال ماتيو سالويني بيا ويلي دي چې تر ټولو د مخه د اروپا د بهرنيو پولو د امنيت او ساتنې له پاره د يوې ستراتيژي اړتيا ليدل کيږي.

دغو دواړو سياستوالو او د کورنيو چارو وزيرانو په يوه غیررسمي غونډه کې چې په اتريش کې جوړه شوې وه، له يو بل سره ملاقات کړی دی. سالويني تر دغې ليدنې وروسته وويل چې هغه او زيهوفر«ګډې موخې لري چې هغه د تازه رسيدونکو مهاجرو په شمير کې کموالی، [په سمندر کې] د مهاجرو په تلفاتو کموالی او په آلمان او ايتاليا کې د لږو مهاجر شتون دی.»

خو د دې سره سره، سالوينې بیا هم احتياط ته ترجيج ورکړه او وي ويل: «په ايتاليا کې [له آلمان څخه] حتې د يوه مهاجر له منلو څخه مخکې، موږ دې ته اړتيا لرو تر څو د اروپا له بهرنيو پولو څخه ساتنه وکړو. کله چې دغه مسئله په واقعيت بدله شي، بيا هغه وخت موږ کولای شو پر نورو موضوع ګانو هم خبرې اترې وکړو.»

د زيهوفر د استعفی غوښتنه

د ايتاليا د کورنيو چارو وزیر د ښي اړخي افراطي ګوند «ليګا» د يو رهبر په توګه، د مهاجرت په تړاو په خپلو سختو او تندو ویناو کې شهرت لري. سالويني مهاجرو ته «قاچاقبران، غلامان لرونکي او تررويستان» وايي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر هم د خپلو پارونکو او کنايه لرونکو څرګندونو له امله تر نیوکې لاندې قرار لري. پر هغه دغه نيوکې په ځانګړې توګه د هغه د خپلې ۶۹مې کليزې په ورځ ۶۹ افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړل لا ډيرې شوي دي.

له جرمني اخراج سوي مهاجر کابل ته ورسېدل

د دغو اخراج شویو مهاجرو له ډلې څخه د جمال ناصر محمودي په نوم يو تن، کابل ته تر رسيدو لږ وروسته ځان وژنه وکړه. ويل شوي چې هغه په کوم موقتي هستوګن ځای کې چې ساتل کيده، ځان زيندی کړی وو. د ۲۳ کلن جمال ناصر په اړه ويل شوي دی چې هغه اته کاله په آلمان کې ژوند کړی وو.

Außerordentlicher SPD-Parteitag Michael Groschek, Vorsitzender der NRW-SPD
په نوردراين ويستفالن ایالت کې SPD ګوند ويلي چې هورست زيهوفر کورنيو چارو وزارت له پاره مناسب نه دی. آرشيفانځور: picture alliance/dpa/O. Berg

د خواشينۍ اظهار او نيوکې

که څه هم د آلمان د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د دغه افغان پر مړينه، «ژوره خواشيني» ښکاره کړې ده، خو د ائتلافي حکومت شريکانو، او په ځانګړې توګه سوسيال دموکراتانو(SPD) له هغه څخه د استعفی غوښتنه کړې ده.

«سوسيال دموکرات» ګوند د آلمان د اوسني ائتلافي حکومت له درو شريکانو څخه يو دی. د دغه ائتلاف دوه نور شريکان د مرکل په مشرۍ د (سي دي يو) او د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر په مشرۍ د (سي اس يو) ګوندونه دي.

د اخراج شوي افغان مهاجر ځان وژنه او پر زيهوفر فشارونه

سوسيال دموکرات ګوند د آلمان په تر ټولو زيات نفوس لرونکي ايالت نوردراین ويستفالن کې ويلي دي: «د کورنیو چارو يو داسې وزير چې له انسان دوستۍ بې برخې دی، زموږ هغې دموکراسۍ ته چې ډير وياړ ورباندې کوو، زيان اړوی.» د دغه ګوند څو نورو مهمو غړو هم غوښتي دي چې هورست زيهوفر دې د کورنيو چارو وزارت له څوکۍ څخه استعفی وکړي. دغه سیاستوالان وايي، د مهاجرت پر مسئله د زيهوفر له خوا د مرکل په کابينه کې اختلافاتو رامنځ ته کولو ته هڅې، د دې ښکارندويي کوي چې هغه دغه وزارت له پاره مناسب نه دی.

Bundestag Horst Seehofer
هورست زيهوفرانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

خو زيهوفر د هغه د استعفا د غوښتنې په اړه د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل: «زه په دې هکله د ويلو له پاره هيڅ نه لرم، ځکه نه پوهيږم چې هغوي څه وايي.»

زيهوفر زياته کړه چې دغه تصمیم د آلمان د کورنيو چارو فدرالي وزارت نه، بلکي د هامبورک ايالت دولتي چارواکو نيولی وو تر څو هغه کس اخراج کړي چې د غلا مرتکب، د بدني زيان رسولو هڅې يې کړي وې، د چارواکو سره يې مقاومت ښودلی او د مخدره موادو سره د مبارزې قانون يې نقض کړی وو.

es/sms (AFP, dpa)/

له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: