1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا د مهاجرو پر مخ د خپلو بندرونو د بندولو ګواښ وکړ

۱۳۹۶ تیر ۱۱, یکشنبه

ايټاليا ته د زيات شمير مهاجرو په رسيدو اوس دغه هيواد وایې نه شي کولی په يوازې سر دغې ستونزې ته رسيدګي وکړي. د اروپايي اتحاديې د څو غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيران په پاريس کې د دغې ستونزې د حل له پاره غونډه کوي.

https://p.dw.com/p/2fn0e
Symbolbild Flüchtlingstrom / Illegale Einwanderer Abschiebung vs Legalität Italien Gesetze Flash-Galerie
انځور: picture-alliance/dpa

نن یکشنبه، د آلمان، فرانسې او ايټاليا د کورنيو چارو وزيران په پاريس کې سره راټوليږي او پردې باندي خبره کوي چې څرنګه په ايټاليا کې د مهاجرت موجود بحران ته د حل مناسبې لارې چارې پیدا کړي. د اروپايي ټولنې د مهاجرو د چارو کميشنر ديميتريس اوراموپولوس به هم په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

د فرانسې حکومت پر وينا هدف دا دي تر څو د هغو مهاجرو د شمير د زياتوالي په اړه کوم چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسيږي «يو ګډ توافق» رامنځ ته شي.

تر دې مخکې ايټاليا اروپايي اتحاديې ته ګواښ کړی وو، چې دوی به په راتلونکې کې هغه بهرنۍ کشتۍ خپلو بندرونو ته پري نږدي کوم چې د سمندر ژغورل شوي مهاجر په کې سپاره وي. ايټاليايي چارواکو ويلي دي چې دوي نور نشي کولای چې کنترول تر لاس لاندې ولري.

د ملګرو ملتونو اپیل

د مهاجرت نړيوالې ادارې هم د اروپايي اتحاديې له غړو څخه غوښتي چې دايټاليا سره دې د هغو مهاجرو ته د رسيدګې په موخه چې تازه د دغه هيواد ټاپوګانو ته رسيږي، خپلې مرستې زياتې کړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې کمشنر فيليپو ګراندي د شبنې په ورځ وويل چې ايټاليا په مديترانې سمندرګې کې د مهاجرو د ژغورنې په برخه کې « خپل سهم» ادا کوي او د اړمنو ساتنه کوي، خو « دغه همکاري بايد ادامه ومومي او حتې لا دې ډيره شي».

هغه زیاته کړه چې دا يوازې د ايټاليا لپاره يوه ستونزه نده: « کوم څه چې په ايټاليا کې زمونږ د سترګو په مخ کې پيښيږي يوه دردونکې تراژيدي ده».

د افريقايي او منځني ختيځ هيوادونو څخه اروپا ته تلونکي مهاجر اوس تر ډيره د مديترانې سمندرګي خطرناکې لارو څخه کار اخلي. د ملګرو ملتونو د ارقامو په حواله، د روان ۲۰۱۷ کال له پیله تر اوسه ۲۱۰۰ څخه زيات انسانان اروپا ته د تلو پر وخت په مديترانې سمندرګي ډوب شوي دي.

په ايټاليا کې د روان کال له پيله تر اوسه ۷۳ زره او ۳۰۰ مهاجر راجستر شوي دي. دا شمير د تيرکال همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه لوړ دی.

Hm/Rsh (DW,AFP)

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز رپوټ: