1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: که تر اقتصادي فشار لاندې راغلو افغان مهاجر اخراجوو

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې که پر دې هیواد باندې د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران د نفتو صادرات صفر ته ورسیږي، نو له افغان مهاجرو څخه په وغوښتل شي چې له ایران څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/3IDcc
Abbas Araghtchi  Iran
انځور: Mehr

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر ایران باندې سخت اقتصادي بندیزونه وضع کړي دي او په وروستیو وختونو کې یې هغه معافیتونه هم له منځه وړي دي چې ځینو هیوادونو ته د ایران د نفتو د رانیولو په برخه کې ورکړل شوي ول. امریکا ویلي چې هدف یې صفر ته د ایران د نفتو د صادراتو راکښته کول دي.

ایران د دغو نویو لا سختو بندیزونو پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ غبرګون وښود او د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته یې خپل ژمنې یو څخه کمې کړې. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن لا یو کال مخکې په یو اړخیزه توګه له دې تړون څخه وتلی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي، د دې هیواد د تلویزیون دویمې شبکې ته ویلي دي چې که د دغو بندیزونو له کبله پر ایران باندې اقتصادي فشارونه ډیر شي نو باید افغان مهاجر له ایران څخه ووځي.

هغه په ایران کې د میشتو افغان کډوالو شمیر تر درو میلیونو ډیر وښود او ادعا یې وکړه چې دغو کسانو په ایران کې «تر دوو میلیونو ډیر کاري فرصتونه اشغال کړي او هر کال د درو او پنځو میلیاردو تر منځ یورو له ایران څخه بهر ته استوي».

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اقتصادي وضعیت له خرابیدو او د دې هیواد د پولي واحد د ارزښت له ټیټیدو سره، تیر کال ډیر شمیر افغانان له ایران څخه وتلو ته اړ شوي دي. د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې نزدې ۸۰۰ زره افغان مهاجر د ایران پریښودو ته اړ شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همداراز ټینګار وکړ چې هر کال شاوخوا ۴۷۰ زره افغان زده کوونکي په وړیا توګه د ایران په ښوونځیو کې زده کړې کوي چې په کال کې د هر یوه د زده کړې لګښت ۶۰۰ یورو ته رسیږي. د هغه په خبره په ایران کې ۲۳ زره افغانان په پوهنتونونو کې هم زده کړې کوي چې په کال کې د هر یوه لګښت یې ۱۵ زره یورو ته رسیږي.

عراقچي ادعا وکړه چې په ایران کې د میشتو افغانانو کلنۍ لګښت اته میلیارده ډالرو ته رسیږي. هغه وویل: «که بندیزونه اغیزه وکړي او زموږ د نفتو خرڅلاو صفر ته ورسیږي، نو د ایران اسلامي جمهوریت اړ دی چې د خپل اقتصاد له پاره ځانګړی سیاست غوره کړي او کیدای شي په دې شکل دوام ور نه کړای شو او له خپلو افغانو ورونو او خویندو وغواړو چې له ایران څخه ووځي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي، تینګار وکړ چې له دې هیواد څخه د افغان مهاجرو د اخراج د پایلو مسوولیت د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه دی.

م. س. / ب. ص. (دویچه ویله فارسی)

زموږ له ارشیف څخه