1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا مهاجرو ته د موقتي ویزو پر ورکولو غور کوي

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

د ایټالیې او د اروپایې اتحادیې د پاتې غړو هیوادونو تر منځ د مهاجرو پر موضوع کشمکش جریان لري. اوس ایټالوي چارواکو ویلي چې په خپل هیواد کې موجود مهاجرو ته د موقتي ویزې پر ورکولو فکر کوي.

https://p.dw.com/p/2goJe
Grenze Österreich Italien - Flüchtlinge Brenner Bahnhof
انځور: picture-alliance/dpa/J. Groder

له روم څخه د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د ایټالیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ماریو ګیرو ویلي دي چې حکومت یې په هیواد کې موجودو پناغوښتونکو ته د موقتي ویزې پر ورکړې غور کوي. د ویزې ترلاسه کولو وروسته به دغه مهاجر د شینګن حوزی په غړو هیوادونو کې آزادانه تګ راتګ وکولی شي.

ایټالیا وایې چې پناغوښتونکو ته د موقتي ویزو د ورکولو هدف په هیواد کې د مهاجرت له کړکیچ سره مقابله کول دي. په دې وروستیو ورځو کې د ایتالیا او اروپایې اتحادیې د نورو غړو هیوادونو تر منځ د مهاجرو پر موضوع کشمکشونه جریان لري.

د مهاجرو په اړه له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته د هغو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی چې د ترکیې له مسیر څخه د یونان ټاپوګانو ته یې د ځان رسولو کوښښ کاوه.

د دې برعکس ایټالیا بیا په مستقیم ډول د دې ګام تر تاثیر لاندې راغلې او د شمالي افریقایې هیوادونو په ځانګړي توګه د لیبیا له ساحل څخه د مدیترانې په مسیر دغه هیواد ته د مهاجرت بهیر ګړندی شوی دی.

ایټالیا شکایت کوي چې نور اروپایې هیوادونه ورسره د مهاجرو بوج په پورته کولو کې مرسته نه کوي. د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د مهاجرو د عادلانه ویش پروسه د ډیرې مودي راهیسې همداسې ځنډلې پاتې ده.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ماریو ګیرو له یوه سیمه ییزې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې حکومت یې په ایټالیا کې مقیم پنا غوښتونکو ته د موقتي ویزې ورکولو پر امکان غور کوي.

نوموړي زیاته کړه دا به مخکې له وخت څخه وي چې وویل شي په کوم شمیر کې مهاجرو ته به موقتي ویزې ورکړل شي. خو د پناغوښتونکو د غوښتنلیکونو ترلاسه کونکي مامورينو ته له پخوا څخه دا واک ورکړل شوی دی چې دغو کسانو ته د اوسیدو موقتي اجازت نامې ورکړي.