1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ترکي ځانکړو ځواکونو د داعش پنځه غړي وژلي

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

د رويترز خبري آژانس ویلي چې د ترکيې پوليسو د چهارشنبې په ورځ د قونيې ښار مرکز يوه کور کې د داعش ډلې پنځه غړي وژلي دي. حکومت ويلي دي چې په رامنځته شوې نښته کې څلور پوليس هم ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2gNkV
Türkei Proteste Demonstration gegen Erdogan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د دوغان په نوم يوې خصوصي رسنۍ ویلي دي چې ځانګړو ځواکونو په ځايي وخت سهار ۵ بجې او ۱۵ دقيقې د ميرام کلي پر يوه کور چې باور کيده وسلوال جنګيالي په کې ميشت او د يوه بريد پلارن لري چاپه ووهله.

دغې رسنۍ ويلي دي چې وژل شويو کسانو پلان لره ترڅو په ترکيې کې د تير کال جولاي ۱۵ نيټې پوځي ناکامې کودتا د لمړنۍ ياد غونډې پر مراسمو چې پام کې ده روانه اوونۍ ترسره شي، بريد ترسره کړي.

د قونيې والي په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه عمليات د بشپړ امنيتي معيارونو په نظر کې نيولو سره ترسره شوي ترڅو د پيښې په ځاي کې هغو کورنو او ودانيو چې پوځي وسايطو ورڅخه کار اخيسته، زيان ونرسيږي. خبرپاڼه کې ويل شوي چې تر تدابيرو نيولو وروسته پر کور د اسلامي دولت ډلې د غړو د لټون په موخه بريد ترسره شو.

خبرپاڼه زياتوي چې په کور کې ميشتو وسلوالو پوليسو سره نښته کې مقاومت هم کړی دی. امنيتي ځواکونو له دغه کور څخه پنځه ميله کلاشينکوفونه، يوه تومانچه او يو اندازه چاديدونکو مواد هم ترلاسه کړي دي. د وژل شويو کسانو د پيژندنې په اړه تحقيقات اوس هم ادامه لري.

دوغان ويلي دي چې د بريد سيمې ته رسيدلې پوليس د قونيې ښار په لسو مختلفو لارو کې ځای پر ځای شول او له بريد وروسته يې له سيمې د تيريدونکو وسايطو تلاشي کوله.

د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې تر دې مخکې په ترکيه کې بمي او وسلوال بريدونه ترسره کړي دي. دغه راز په ورستيو کلونو کې ډیر شمير بهرني جنګيالي د ترکيې له لارې سوريې او عراق کې د جهادي ډلو سره د يو ځای کيدو په موخه ته تللي دي ترڅو هلته د جهادي ډلو سره يوځای شي.

د ترکېې د چارواکو په وينا دغه هيواد په ورستيو کلونو کې له ۵۰۰۰ زيات داعشيان وژلي او دغه راز د ۹۵ مختلفو هيوادونو پورې اړوند ۳۲۹۰ تنه جنګيالي يې ديپورت کړي دي.