1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حافظ سعید په خپل کور کې نظر بند دی

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

په پاکستان کې د جماعت الدعوة مشر حافظ سعید، چې په ۲۰۰۸م کال کې په ممبی کې د بریدونو د اصلي طراح شک پرې کيږي په خپل کور کې نظر بند شوی. له ډیري مودې راهیسې پر حکومت د هغه پر ضد اقدام کولو له پاره فشار وو.

https://p.dw.com/p/2WiIR
Pakistan Konferenz in Quetta
انځور: DW/A. Ghani Kakar

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د لارښووني له مخې حافظ سعید له تیر ماښام راهیسې په خپل کور کې نظر بند دی. حافظ سعید چې پر سر یې د لسو میلیونو ډالر انعام دی، په ۲۰۰۸م کال کې د هند په ممبۍ کې د ترهگریزو بریدونو د اصلي طراح شک پرې کیږي.

سعيد تيره شپه پولیسو له مسجد څخه تر کوره بدرگه کړی چې همالته به د نظر بند په توگه ساتل کیږي.

له پولیسو سره خپل کور ته تر روانیدو د مخه حافظ سعید خبریالانو ته وویل: «زما د نظر بندۍ حکم غیر قانوني دی» او زياته يې کړه چې محکمې ته به رجوع وکړي. هغه دا ادعا هم کړې ده چې «دغه حکم له واشنگټن څخه راغلی دی.»

جماعت الدعوة، د ملگرو ملتونو له نظره ترهگر سازمان دی او د امریکا متحدو ایالاتو او هند له لوري داسې انگیرل کیږي چې د دغه سازمان تر شا د «لشکر طیبه» لاس دی. پر لشکر طیبه باندې د ممبۍ د بریدونو تور پوري کیږي. د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزات حافظ سعید د دغه برید یو له اصلي طراحانو څخه گڼي. خو د حافظ سعید د نظر بندۍ په هکله متحدو ایالاتو او هند لا کوم غبرگون نه دی ښکار کړی.

په عین وخت کې د جماعت الدعوة، تنظیمونکو د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د اسلام آباد، کراچۍ او لاهور په شمول د دغه هیواد په سترو ښارونو کې د سه شنبې له ورځې له پاره احتجاجونه پلانوي. د دغې ډلې ویاند ندیم اعوان دا خبره تائید کړې ده چې د حافظ سعید د نظر بندۍ پر ضد به محکمې ولاړ شي.

فرانس پرس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي چې په ممبۍ کې رامنځ ته شوې خونړۍ پیښې په ټوله نړۍ کې د تلویزونو په پردو په ژوندۍ بڼه لیدل شوې وې، چې څرنگه هندي ځواکونو په درنو وسلو سمبال برید کوونکو سره مقابله کوله. ویل شوي چې دغه بریدگر د ۲۰۰۸م کال د نومبر میاشتې پر ۲۶نېټه د سمندر له لارې دغه ښار ته رسیدلي ول.

رپوټ زیاتوي چې درې ورځې وروسته هندي چارواکي په دې وتوانیدل چې پر برید کوونکو بشپړ کنترول تر لاسه کړي او د نوي ډهلي حکومت له هماغه وخت راهیسي وایي چې داسې شواهد شته چې د پاکستان «رسمي استخباراتي ادارې» د دغه برید په پلانولو کې ښکیل وې. خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.

له بله اړخه جماعت الدعوة، له کلونو راهیسې په پاکستان کې په آزاد ډول فعالیت کاوه. دغه تنظیم د خپل خیریه کارونو له کبله هم مشهوره دی، په ځانگړې توگه د طبیعي آفاتو پر مهال. پر دې سربیره چې د حافظ سعید پر سر د لسو میلیونو امریکایي ډالرو انعام ایښول شوی هغه په آزاده توگه په دغه هیواد کې له یوه ځایه بل ځای ته سفرونه کوي، په مختلفو غونډو کې گډون کوي او د هند پر ضد ويناوي کوي.

هند له ډیرې مودې راهیسې په غوسه دی چې پاکستان په دې کې پاتې راغلی دی چې د ممبۍ د بریدونو پلانونکي تورن کسان یا دوی ته وسپاري او یا یې محکمې ته وړاندې کړي. خو پاکستان بیا وایي چې هند دوی ته په دې هکله د ټینگو شواهدو په وړاندي کولو کې پاتې راغلی دی.

رپوټ زیاتوي چې لا تر اوسه دغه خبره څرگنده شوې نه ده چې پاکستان اوس ولې دغه گام اخیستی دی. د نظر بندۍ د امر له مخې جماعت الدعوة او د هغې خیریه ټولنه تر څارنې لاندې نیول کیږي او پر دې سربیره د دغه سازمان د نورو څلورو غړو د توقیف امر هم شوی دی.