1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ترمپ خپل بهرنیو چارو وزیر له دندې گوښه کړ

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خپل بهرنیو چارو وزیر، تیلرسن په ناڅاپي توگه له خپلې دندې گوښه کړ او پر ځای یې د مرکزي استخباراتي ادارې، CIA ، رئیس، مایک پامپیو وټاکه. له دې نوې تبدیلې څخه ترمپ د خپل تویتر له لارې خبر ورکړ

https://p.dw.com/p/2uFP6
Äthiopien Rex Tillerson
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو یو لوړ پوړي دیپلومات نن وویل چې د بهرنیو چارو گوښه کړای شوي وزیر مخکې له دې چې نن له خپلې دندې گوښه کړای شي، له ولسشمر دونالد ترمپ سره خبرې ونه کړې.  د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو معین، ستیف گولدشتاین وویل: « وزیر نن سهار له ولسشمر سره ونه غږید او دا چې ولې هغه له دندې گوښه کړای شوو، دلیل باندی خبر نه دی. خو تیلرسن د هغې موقع لپاره چې  په دغې دندې کې ماموریت تر سره کړې، ډير مننه کوي. هغه په دې باور دی چې په یو عامه خدمت کې کارکول یو د درناوي وړ امر دی او هغه له دې خدمت څخه پیښمانه نه دی.»

د تیلرسن د دفتر له خوا  په تویتر کې څو خپاره شوي خبرونو کې راغلی دي: « موږ د نوي نومول شوي بهرنیو چارو وزیر لپاره ښیگڼه غواړو.»

 د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم اوس د خپل تویتر له لارې دا اعلان وکړ چې د تیلرسن پر ځای  د مرکزی استخباراتي ادارې CIA اوسنی رئیس، مایک پامپیو نومول شوی دی.  د CIA د اوسني رئیس پر ځای به د هغه اوسنې مرستیاله « جینا هاسپیل» دنده په غاړه واخلی. له دې سره دا به لومړی ځل وي چې یوه ښځه د امریکا د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشرې په غاړه اخلي.  دغه دواړه نومونې باید د امریکا د سنا د مجلس له خوا تصویب شي.

ترمپ په خپل تویتر کې لیکلي دي چې «پامپیو» « په ډيره ښه توگه» دغه دنده تر سره کړي. په عین وخت کې هغه له گوښه کړای شوي وزیر څخه د هغه د خدمت لپاره مننه وکړه.

ترمپ په واشنگتن کې د ژورنالیستانو په وړاندې وویل چې  دغه پریکړه چې تیلرسن له خپلې دندې گوښه کړای شي، هغه خپله  کړې ده. هغه وویل:« د گوښه کړای شوي بهرنیو چارو وزیر به  وروسته له دې  نورهم خوشحاله شي.»

ترمپ د خپل دې تصمیم په هکله مختلف سیاسي دلایل وړاندی کړل.  د امریکا ولسشمر وویل چې هغه د تیلرسن په پرتله بل ډول سیاسي نظریات درلودل. د بیلگې په توگه هغه د ایران اتمي تړون ته اشاره وکړه. ترمپ وویل چې هغه د دې تړون مخالف دی، حال دا چې تیلرسن نه ؤ.

USA Mike Pompeo - Trumps Kabinett
انځور: Getty Images/J. Raedle

په تیرو میاشتو کې  د هغوی ترمنځ د سیاسي دریځونو د مخالفت له امله، څو ځلی اټکل وشوو چې ښايي تیلرسن له خپلې دندې استعفا وکړي او یا گوښه کړای شي.

 تیلرسن د سه شنبې په ورځ د بریتانیا د حکومت د هغه یو دریځ ملاتړ وکړ چې ویلي دي، روسیه په بریتانیا کې د یو پخواني ډبل  روسي اجنت باندی د زهرو د یوې حملې مسوولیت په غاړه لري. لږ څه وروسته سپینې ماڼې له دې څخه ډه ډه وکړه چې د بریتانیا له دا ډول دریځ سره د موافقت سر وښوروي.

راتلونکی بهرنیو چارو وزیر ترمپ  ته ډير وفادار ښکاري

ویل کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو راتلونکی وزیر، مایک پامپیو له ترمپ سره ډير نژدیوالی لري. د CIA  د رئیس په توگه دغه ۵۴ کلن وخت په وخت د نیوکو په وړاندی له ترمپ څخه دفاع کړې ده. په بهرني سیاست کې پامپیو سخت دریځه سړی دی. هغه هم د ترمپ په خير له ایران سره د اټةي معاملې د ختمولو لپاره غږ کړی دی.