1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د موقتي کارونو په بازار کې د مهاجرو ډيرښت

۱۳۹۷ بهمن ۱۲, جمعه

د آلمان مختلفو اقتصادي برخو ته د کار له پاره د انساني قوې برابرول په مختلفو ډولونو سره ترسره کيږي. په دې برخه کې يو هم هغه شرکتونه دي چې د شرکتونو او کارخانو د اړتيا وړ کاري پرسونل په موقتي او اجاره يي توګه برابروي.

https://p.dw.com/p/3CYnr
LEIHARBEITER BEI AMAZON Deutschland Arbeitsbedingungen
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د کاتوليکي خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د کار په موقتي او فصلي بازار کې د ګومارل شوو کارګرانو شمير لوړ شوی دی.

د دغه رپوت پر اساس، په تیر ميلادي کال کې يو ميليون او ۲۳ زره کسان په موقتي او اجاره يي توګه په شرکتونو، کارخانو او همدارنګه د کرهڼې په برخه کې په کارونو ګومارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځلس کاله مخکې د آلمان د کار په بازار کې د اجاره يي او موقتي کارګرانو شمېر شاوخوا ۲۸۰ زره کسان وو. په دغه رپوت کې زياته شوې ده کوم کسان چې تيرکال د موقتي او اجاره يې سيستم له لارې د آلمان د کار بازار ته داخل شوي ۳۴ سلنه يې بهرنیان دي.

ډیر شرکتونه، کارخانې او په ځانګړې توګه د کرهڼې په برخه کې فعال واحدونه، خپل د اړتيا وړ موسمي یا فصلي کارګران د کار بازار له همدې برخي څخه برابروي. د آلمان د کار بازار د اړتيا پوره کولو په برخه کې د موقتي کارګرانو ونډه په تيرو ۱۵ کلونو کې شاوخوا ۴ برابره لوړ شوی دی.

په مجموع کې د آلمان د کار په بازار کې د بهرنيانو ونډه ۱۱ سلنه ده. دا په داسې حال کې دی چې د آلمان د کار په بازار کې د هغو بهرنيانو شمېر چې په موقت او اجاريي توگه کارکوي، د کار په بشپړ بازار کې د بهرنيو کارګرانو د ونډي درې برابره دی.

Jobcenter Arbeitsagentur
د موقتي کارګرانو شمير په تیر ميلادي کال (۲۰۱۸) کې درې برابره لوړ شوی ووانځور: picture-alliance/dpa

په دې منځ کې د آلمان د کار موقت بازار په تامينولو کې د مهاجرو شمير هم د پام وړ زيات شوی دی. د بيلګې په توګه په ۲۰۱۶م کال کې د افغانستان، سوريې، عراق، اريتريا، پاکستان، نايجريا، سوماليا او ايران شاوخوا ۱۴ زره پناه غوښتونکو د موقتي کاري قوې په توگه د کار بازار په مختلفو اقتصادي برخو کې فعاليت لاره. دغه ارقام بيا په تیر ميلادي کال (۲۰۱۸) کې درې برابره شوي ول.

په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د فصلي او اجاره يي کار په بازار کې تر ۴۵ زرو زيات پناه غوښتونکي په کارونو بوخت ول. په رپوټ کې ويل شوي دي چې له دې ډلې څخه ۸۶سلنه يې هغه کسان دي چې په ساده کارونو کې چې تخصص ته اړتيا نه لري، ګمارل شوي دي.

اجاره يي کارګران هغه کارګران دي چې د يوه قراردادي شرکت له خوا د موقتي کارونو له پاره مختلفو کار ورکونکو يا کارفرمايانو ته په «اجاره» ورکول کيږي. د دغه شان کارګرانو حقوق او امتيازات د هغو کارګرانو په پرتله چې دايمې قراردادونه لري، اغلب لږ وي.