1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د وسلو صادرات تر تیرکال لږ شوي دي

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان د وسلو صادرات یو څه لږ شوي، خو دا د اقتصاد د وزیر ګابریل، د دندې پر مهال په دویمه درجه کې تر ټولو لوړ صادرات دي. هغه ټینګار کوي چې د آلمان د وسلو د صادراتو د کمښت له پاره به تر خپله وسه کار وکړي.

https://p.dw.com/p/2WILn
Deutschland Kampfpanzer vom Typ Leopard
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د آلمان د اقتصاد وزیر او د سوسیال دیموکرات ګوند مشر زیګمار ګابریل، په وارو وار ټینګار کړی دی چې د خپل هیواد د وسلو صادرات به کموي. که سړی د سږ کال شمیرو ته وګوري نو په لومړي نظر کې داسې ښکاري چې هغه په دې کار کې بريالی دی.

ګبریل ښايي په روانه اوونۍ کې د آلمان په راتلونکو ټاکنو کې د صدراعظمې انګلا میرکل، د اصلي رقیب په توګه خپله کانديدي اعلان کړي.

د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان د وسلو صادرات ۶،۸۸ میلیارده ډالره ول، دا په داسې حال کې ده چې دې هیواد په ۲۰۱۵م کال کې د ۷،۸۶ میلیاده یورو په ارزښت د ولسو صادرات لرل.

خو د اپوزیسیون سیاستوالو او فعالینو بیا ډیر ژر دې موضوع ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان د وسلو صادرات په۱۹۹۰م کال کې د شرقي او غربي آلمان تر یو ځای کیدو وروسته، تر بل هر کال لوړ ول.

د «اوت کرای اکشن» کمپاین ویاند پاول روزمن، ویلي دي: «دا [صادرات] اوس هم ډیر لوړ دي.» هغه زیاته کړې ده: «دا د زیګمار ګابریل د دندې پر مهال په پرله پسې توګه په دوو کلونو کې تر ټولو لوړ صادرات دي.»

د زرغون ګوند یوې ویاندي اګنیسکا بروګر، هم پر دغو شمیرو نیوکه کوي. هغه وایي: «د زیګمار ګابریل خوښي وعدې د وسلو د صادراتو له تريخ حقیقت سره سر نه خوري.»

هغې زیاته کړه: «هغه له رسنیو سره ښې خبري کوي او تشي ژمنې کوي، خو د هغه ژمنې د دې حکومت پریکړو ته یوه کره کتنه ښيي چې هغه داسې هیوادونو ته د وسلو صادراتو ته دوام ورکوي چې لا هم پکښې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي او د کړکیچ په سیمه کې دي.»

خو زیګمار ګابریل بیا وايي چې د وسلو صادرات د آلمان له پاره مهم دي او ټینګار کوي چې د وسلو ټول صادرات سره ورته نه دي.

هغه د بیګلې په توګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یا یونیسف، ته د زغروالو موټرو استولو ته اشاره وکړه. هغه په عین وخت کې دې موضوع ته هم اشاره کړې ده چې ځینې وسلې داسې هیوادونو ته استول کیږي چې د ترهګرۍ پر ضد جنګیږي.

نور مطالب