1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان زرغون ګوند د مهاجرو سياست «غېر انساني» وباله

۱۳۹۶ دی ۲۲, جمعه

د آلمان زرغون ګوند وايي چي د احتمالي ائتلافي حکومتي ګوندونو د مهاجرو سياست «غير انساني» دی. دغه ګوند د چاپريال په تړاو د سوسيال ديموکراټانو او مسيحي اتحاد پر سياست هم نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/2qkwS
Bundestag Berlin Überblick
انځور: Reuters/H.Hanschke

د آلمان په مرکزي پارلمان «بُندستاګ» کي د زرغون ګوند سياستوالو د احتمالي ائتلافي حکومت جوړولو له پاره د مسیحي ديموکراټ، سوسيال مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکراټ ګوند قبلي خبري اتري د تأسف وړ بللي دي.

د زرغون ګوند مرستيالي مشري کلاوديا روت د جمعې په ورځ (۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۱۲مه نېټه) وويل: «بې له موږ د چاپريال ساتني اهدافو ته رسېدنه په سخته توګه له ناکامۍ سره مخامخ سوه.» هغې زياته کړه چي د پناه غوښتونکو په تړاو «غيرانساني» سياست هم ادامه لري.

روت وويل، کله چي زرغون ګوند د احتمالي جمايکا ائتلاف له پاره د مسيحي ګوندونو او ليبرال ګوند سره قبلي خبري کولې، نو يې پر يادو موضوعاتو ټينګ دريځ نيولی وو. د هغې په وينا خو اوس هغه څه چي زرغون ګوند يې د مخنيوي هڅه کوله په «تريخ حقيقت» بدل سوي دي.

«د مهاجرو قشله يي کول»

د رزغون ګوند یادي سياستوالي په زیاته د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکراټ ګوند تر منځ د مهاجرت په تړاو پر موضوعاتو تفاهم سخت غندلی دی. روت نيوکه وکړه: «سوسيال مسيحي اتحاد د مهاجرو د قشله يي کولو له پاره د اخراج د ځانګړو مراکزو په موضوع کي خپل سياست پلي کړ.»

کلاوديا روت د پناه غوښتونکو د کورنيو د راتګ د ځنډول کېدنې د مودې پر غځولو تفاهم «غبرګ ظلم» وباله. هغې وويل چي دا په دې وجي غبرګ ظلم دی چي لومړی به د کورنۍ د رابللو بنديز تمديديږي او بیا به پناه ته اړ کسان راپرېښودل کيږي چي په آلمان کي د خپلو خپلوانو سره يوځای سي. دغې سياستوالې وويل: «دغه تفاهمونه غېر انساني دي او د کورنۍ اساسي حقونه تر پښو لاندي کوي.»

د آلمان درې واړه ګوندونه مسيحي ديموکراټ، سوسيال مسیحي او سوسيال ديموکراټ په دې تفاهم ته رسېدلي چي که ائتلافي حکومت جوړ کړي، نو د نوو مهاجرو راتګ کلنی شمېر بايد د ۱۸۰ او ۲۲۰ زرو پوري محدود کړل سي. د دې تر څنګ پر دې هم تفاهم سوی چي د پناه غوښتنې پروسه به په ځانګړو لومړنيو، د فيصلې او د بېرته لېږد په مراکزو کي تر سره کيږي.

په آلمان کي له اوسېدونکو مهاجرو سره د هغوی د کورنۍ د غړو د يوځای کېدو له پاره به په مياشت کي صرف ۱۰۰۰ کسان آلمان ته د راتلو اجازه ولري.