1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ غواړي پر کورني وظايفو تمرکز زيات کړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبه

فون دېر لاين ويلي چي د آلمان پوځ به په راتلونکي کي د بانديو ماموريتونو پر ځای پر کورنيو وظايفو زيات تمرکز وکړي. دا په داسي حال کي چي د تيرو شلو کالو راهيسي تمرکز پر بهرنيو ماموريتونو زيات ؤ.

https://p.dw.com/p/2xDZK
Deutschland Bundeswehr Gelöbnis Bendlerblock Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان د دفاعي چارو د پخواني وزير پېتر شتروک يوه جمله ډېره مشهوره ده. هغه ويلي ول چي د آلمان دفاع به پر هندوکش يعني افغانستان کي کيږي. د شتروک دغه جمله چي په ۲۰۰۲ کال يې ويلې وه، په اصل کي د آلمان د پوځ هغه تګلاره چي د تيرو شلو کالو راهيسي يې تعقيبوي، ښه انځوروي. يعني د آلمان پوځ په تيرو شلو کلونو کي زيات تمرکز د آلمان څخه دباندي د دغه پوځ پر ماموريتونو باندي کړی دی. دغه ماموريتونه د جګړې او د ناټو د غړو هيوادونو د سيمو څخه دباندي د نړۍ په نورو برخو کي ول.

د مګړی تقريبا ۳۸۰۰ آلماني عسکر په لسو څخه ډیرو بهرنيو ماموريتونو کي دنده تر سره کوي. په دغو کي د مالي او افغانستان ماموريتونه تر ټولو لوی دي. د نړيوالې مداخلې په اوج کي پر يو وخت تقريبا ۱۰ زره آلماني عسکر په افغان او په کوزوو کي ګومارل شوي ول.

خو د مسيحي دموکرات ګوند سياستواله او د آلمان د دفاعي چارو وزيره اورزولا فون دېر لاين، غواړي چي په راتلونکي کي د آلماني پوځ د کار تمرکز بېرته پخپله آلمان او د ناټو پر مسؤليتونو باندې زیات کړي. په دې ترڅ کي د ستراتيژۍ د مسودې په کاغذ کي راغلي چي د آلمان پوځ به په يو شان بهرنيو او کورنيو وظايفو ته پام وکړي. له دې څخه تر مخه د آلماني پوځ د تګلاري مخکنۍ مسوده په ۲۰۱۶ کال ليکل سوې وه چي ورته د «امنيتي سياست سپين کتاب» خطاب هم کيږي.

د ملي امنيت ساتنې اړتيا

د آلمان زيود دويچه څايتونګ ورځپاڼي په خپل يو راپور کي د آلماني دفاعي سياست د ستراتيژيک پلان د نوي مسودې په حواله لیکلي دي چي د آلمان پوځ بايد ځان دې ته چمتو کړي چي د ملي امنيت ساتنې اړتيا ته مناسب جواب ووايي.

اړونده مسوده تر مخه لا د آلمان مرکزي پارلمان بُندستاګ ته استول سوې او ښايي د جون په مياشت کي خپره سي. دغه نوې مسوده د آلماني پوځ نوې ستراتيژي او تګلاره په لا دقيقه توګه تعريفوي.

په ۲۰۱۶ کال چمتو کړل سوې په مخکنۍ مسوده کي د آلماني پوځ له پاره د «ناټو او اروپايي اتحاديې په چوکاټ کي د ملي او ټلوالې څخه د دفاع» د وظيفې خبره راغلې وه. په دې ترڅ کي د نوي ګواښونو لکه سايبري بريدونه او هايبريد يا بې اعلانه جګړې څخه د دفاع له پاره د چمتو والي لرو خبره هم سوې ده.

ويل کيږي چي د آلمان د پوځ د ستراتيژۍ دغه نوې بڼه د روسيې له خوا د ځان سره د کريميا د الحاق وروسته د رامنځ ته سوو نوو ګواښونو په پام کي له نیول کیدو سره جوړه سوې ده. له دغه پيښي وروسته آلمان هم په ناټو کي نوي وظايف په غاړه واخيستل. په دغو وظايفو کي د لوړې اندازې چمتووالی لرونکی ځانګړي ځواک يا VJTF مشري په غاړه اخيستل هم شامل دي. خو د دغو وظايفو د ترسره کولو له پاره د اړين پرسونال او تجهيزاتو برابرول د آلمان د پوځ له پاره يوه لويه ننګونه ده.

د آلمان د پوځ د نوي ستراتيژۍ د عملي کولو له پاره په لوړه اندازه زياتي بوديجې ته اړتيا ده. خو هغه بوديجه چي د آلمان د مالي چارو وزير او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوال اولاف شولڅ، دفاعي چارو ته په پام کي نيولې ده، تر هغه ډېره کمه ده چي د دفاعي چارو وزيره اورزولا فون دېر لاين يې غوښتنه لري. په دې ترڅ کي د آلمان د ائتلافي حکومت د ګوندونو تر منځ د زياتو بحثونو انتظار کيږي.

خو د دفاعي چارو وزارت دا خبره روښانه کوي چي د افغانستان په شمول به بهرني ماموريتونه له پام څخه نه غورځول کيږي، بلکه صرف به تمرکز پر کورنۍ او د ټلوالې پر دفاع وي.