1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د ترمپ حکومت ته راپور

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د بیا رغاوني د څارني اداره یا «سیگار» چې په افغانستان کې د ميلیونونو ډالرو مرستو څارنه کوي، د ترمپ نوې ادارې ته په خپل لومړي رپوټ کې د افغانستان د پرمختگ په هکله یو تت انځور وړاندي کړی دی.

https://p.dw.com/p/2WlgY
Afghanistan Kämpfe um Kundus Spezialkräfte der Afganischen Armee
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan Safi

د افغانستان د بیا رغاوني د څارني امریکایي ادارې یا «سیگار» له خوا په نوي وړاندي شوي رپوټ کې راغلي دي چې افغان حکومت په سختۍ سره تر نیمایي پر زیات هیواد کنترول لري، د امنیتي ځواکونو شمیر مخ پر کمیدو دی او د مخدره موادو تولید مخ پر زیاتیدو دی په داسې حال کې چې د هغه د له منځه وړلو کچه هم راټیټه شوې ده.

په رپوټ کې چې کوم یوازینی مثبت ټکی ویل شوی دی هغه دا دی چې د تدارکاتو په برخه کې په فساد کې د پام وړ کمښت راغلی دی. رپوټ زیاتوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۴م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته په ټول هیواد کي د فساد پر ضد پراخه کمپاین پيل کړی دی.

د افغانستان د بيارغاوني د څارني د عمومي مشر جان سپکو دفتر په خپل ۲۶۹ مخیز رپوټ کې دې ته اشاره کړې ده چې د وروستۍ ربع رپوټ د دونلد ترمپ د دورې لومړی رپوټ دی. رپوټ زیاتوي چې دا د نوي حکومت له پاره یو ښه فرصت دی چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې د واشنگټن د ۱۱۷ میلیارده ډالرو پانگوني په هکله يو ليد ولري.

جان سپکو پخپل دغه رپوټ کې ویلي دي چې د ۱۵ کلونو او د میلیونو ډالرو تر لگښت وروسته هم «د افغانستان بیا رغاونه کمزورې او نا مکمله ده.»

په رپوټ کي راغلي: «افغان امنیتي ځواکونه د یاغیانو د پرمختگ د مخنیوي له پاره د بسپنه ورکوونکي هیوادونو د ملاتړ ادامې او پر دې سربیره څارنې او د متحدو ایالاتو د پوځ محدود تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.»

سیگار په خپل دغه رپوټ کې ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر مخ پر ځوړه دی او یاغیان تر پخوا پر ډیرو سیمو کنترول یا نفوذ لري. په دغه رپوټ کې د «ایشیا فاونډېشن» یوې سروې ته هم اشاره شوې ده چې پکښې راغلی دي چې زیاتره افغانان په دې باور دي چې هیواد یې پر سم لور نه دی روان.

اسوشیتد پرس خبري آژانس، په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې تیره اوونۍ د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل چې په تیرو لسو میاشتو کې یاغیانو ۱۹۰۰۰ بریدونه کړي دي، چې په عین وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د تروریزم ضد ۷۰۰ عملیات تر سره شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، وویل چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندي بریدونو کې ډیروالی راغلی دی خو په دې هکله یې کوم پرتلیز ارقام وړاندې نه کړل.

خو دولت وزیري د سیگار، هغه رپوټ رد کړ چې پکښې د تیر کال د نوامبر له ۱۵ نیټې څخه د متحدو ایالاتو د پوځ د ارزونې له مخې ادعا شوې وه د ۴۰۷ ولسواليو پر ۵۲،۷ سلنه سيمه حکومت کنترول یا نفوذ لاره. دغه رپوټ ته په اشارې سره سیگار ویلي ول چې دغه څه د افغان حکومت له لوري د سیمو له لاسه وتل ښيي چې تر مخه یې پر ۶۳،۴ سلنه خاوره کنترول لاره.

دغه رپوټ ته دولت وزیري په خپل غبرگون کې ویلي ول چې «افغان حکومت د افغانستان پر ۳۴ ولایتونو کنترول لري.»

پر دې سربیره د سیگار په رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د مخدره موادو تولید کې زیاتوالی راغلی دي. د دغه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د تیر کال پر پرتله د تریاکو په تولید کې ۴۳ سلنه ډیروالی راغلی دی. په رپوټ کې اټکل شوی دی چې په ۲۰۱۶م کال کې افغان بزگرانو له کوکنارو څخه شا او خوا ۴۸۰۰ ټنه ترياک راټول کړي دي.

نور مطالب: