1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د البغدادي د سر قیمت لوړ شوی

۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبه

امریکا متحده ایالاتو د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې مشر د سر قیمت ۲۵ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی دی. دغه پيسې به دقیق اطلاع ورکونکي ته د انعام په توګه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2US2y
Irak | video still des mutmaßlichen IS-Führer Abu Bakr al-Baghdadi
انځور: REUTERS

امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې په سوریې او عراق کې د فعالې ترهګرې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش مشر ابوبکر البغدادي په هکله دقیق اطلاع ورکونکي ته به ۲۵ میلیونه ډالره د انعام په توګه ورکړي. اطلاع ورکونکی باید د البغدادي پټنځای په ګوته او د هغه د نیولو په برخه کې مرسته وکړي.

مخکې تر دې امریکا متحده ایالاتو د البغدادي د نیولو له پاره ۱۰ میلیونه ډالره انعام ټاکلی وو. تیر ځل ۲۰۱۱ م کال کې د انعام اعلان شوی وو. په دغه وخت کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې تازه خپل فعالیت پيل کړی وو.

په انعام کې د زیاتوالي اعلان د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې «د عدالت له پاره د انعام پروګرام» د څانګې له خوا شوی دی. 

ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې او عراق د یوې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلو وروسته، د داعش ډلې له خوا د دوی په لاس جوړ شوي خلافت خلیفه شو.

ابوبکر البغدادي عراقي نژاده او اصلي نوم یې ابراهیم السمارائ دی. له نوم څخه یې معلومیږي چې هغه د عراق د سامره سیمې پورې تعلق لري.

د هغه د موجودیت په هکله په دقیق ډول څه نه شي ویل کیدای، خو اټکل کیږي چې نوموړی د سوریې سرحد ته نږدې په موصل کې محاصره دی. د داعش د فعالیتونو څارونکي کارپوهان وایې چې د دغې ډلې له خوا د جوړ شوې خلاف مرکز د سوریې «الرقه» ښار دی، خو البغدادي په دې ښار کې لږ وخت تیر کړی دی.

د دغو څارونکو په خبره نوموړی ځان په عراق کې د خپلو پلویانو تر منځ ډاډه او مطمئن احساسوي. د البغدادي د سخت ټپې کیدو په هکله هم رپوټونه ورکول شوي دي.

اوس د البغدادي په اصطلاح د خلافت ساحه وار په وار مخ پر تنګیدو ده. له یوې خوا دغه ډله په سوریه کې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د عرب او کردي جنګیالیو پوځې ائتلاف «د سوریې دیموکراتیک ځواکونه» له مقاومت سره مخامخ ده، له بلې خوا د عراقي پوځ یوه پراخه سیمه د دوی له کنترول څخه ایستلې ده.

عراقي پوځ د اکتوبر میاشتې راهیسې د دغه هیواد په موصل کې د «اسلامي دولت» ډلې د وروستیو مرکزونو د بیرته نیولو عملیات پیل کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.11.2015):