1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا له نيمايي زيات اوسیدونکي د مهاجرو پلويان دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

يوه نوې څيړنه ښيي چې په بريتانيا کې له مهاجرو سره د ځايي خلکو خواخوږي زياته شوې ده. له نيمايي ډير بريتانويان له حکومته د مهاجرو د ملاتړ په برخه کې د لا زياتو اقداماتو غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/2xZNt
UK London Palace of Westminster mit Big Ben
انځور: picture alliance/dpa/D. Kalker

 دغه څيړنه د ارورا هیومينيترين انيشيئتيف (Aurora Humanitarian Initiative) په نوم ادارې له خوا ترسره شوې ده. د دغې څيړنې مطابق، ۳۸ سلنه بريتانویانو ویلي دي چې د لندن حکومت مهاجرو سره د مرستو په برخه کې لازم اقدامات نه ترسره کوي. ۵۲ سلنه نورې داسې رايې هم شتون لري چې په هغو کې په دې برخه کې د بريتانيا له حکومت څخه د ‌لا ډير اقداماتو د ترسره کيدو غوښتنه شوې ده.

بريتانيا او مهاجر تر بريګزټ وروسته

د دغې څيړنې نتايج دا هم ښودلي چې په بريتانويانو کې د مهاجرو پر وړاندې مثبت احساسات د بريګزيت تر فيصلې وروسته زيات شوي دي. ترڅنګ بريتانيا کې د« وايند رش سکيندل» هم له مهاجرو څخه د ملاتړ په زياتيدو کې مرسته کړې ده.

خو د چارو کارپوهان بيا دغه مهاجرپسنده احساسات د حيرانتيا وړ نه ګڼي. دوی خبرداری ورکوي چې دغه وضعيت په چټکۍ سره بيرته بدلون هم موندلی شي.

له يادې ادارې څخه روبن وردانيان «تهامسن روئترز بنسټ» سره په خبرو کې ويلي دي: «دا ډیره د خوښۍ خبره ده چې په بريتانيا کې مهاجرو پر وړاندې د توکمي مسائیلو پر بنسټ چلند کې کموالی رامنځ ته شوی دی. په واقعيت کې بريتانيا د نورو هیوادونو په پرتله لږو مهاجرو ته پناه ورکوي، خو اوس دا پوښتنه رابرسيره کيږي چې په عمل کې به د دغو احساساتو شکل په څه ډول وي.»

د اروپايي اتحاديې د يورو ستيت ادارې د ارقامو پر بنسټ، په ۲۰۱۷م کال کې له نيم ميليون څخه زياتو مهاجرو په دغې اتحاديه کې خپلې د پناه غوښتنې  درخواستونه وړاندې کړل چې له دې ډلې څخه ۷ سلنې درخواستونو ته د  آلمان له خوا پناه ورکړل شوې.

ډيری دغه مهاجر د جګړه ځپلو هيوادونو افغانستان، سوريې او عراق څخه دي. د بريتانيا حکومت د ارقامو له مخې، دغه هيواد په ۲۰۱۷م کال کې د ۱۵ زره مهاجرو د پناه غوښتنې منلي دي.

خو دا چې په بريتانيا کې له مهاجرو څخه د ملاتړ کچه لوړه شوې ده، د چارو کارپوهان يې د حيرانتيا وړ پديده نه ګڼي. دوي خبرداری ورکوي چې د دې امکانات هم شته چې په دغه موجوده وضعيت کې په چټکۍ سره بدلون رامنځ شي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: