1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بيت المقدس په تړاو تقريبا ټول د ترمپ مخالف دي

۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه

دونالد ترمپ بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېني په توګه په رسميت وپېژاند. د هغه له دې پريکړي سره زياتو هيوادونو خپل نه تفاهم اعلان کړی. د غم او غوسې له کبله د تاوتريخوالي اندېښنې سته.

https://p.dw.com/p/2ouYR
Israel Jerusalem Panorama
انځور: Reuters/A. Awad

د فلسطين له اړخه غبرګون چټګ وو. د فلسطين د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس په خپل غبرګون کي پر امريکا متحدو ايالاتو تور ولګاوه چي په منځني ختيځ کي د منځګړيتوب له پاره يې خپله وړتيا له لاسه ورکړه. د عباس په وينا د امريکا دغه کړه وړه اسرائيل دې ته تشويقوي چي د «سيمو د نيولو، مېشتځايونو جوړولو او ايتنيکي تصفيې سياست» مديريت کړي. هغه زياته کړې ده چي د ترمپ دغه پريکړه د هغو افراطيانو د لېوالتياو په ګټه ده، چي غواړي دغه بحران په يوه «ديني جګړه» بدل کړي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ پريکړه کړې چي بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېني په توگه په رسميت پېژندلې. دغي پريکړي په نړۍ کي سخت بحثونه راپورته کړي. پتېيل سوې ده چي په لنډه موده کي به د امريکا متحدو ايالاتو سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال سي. د فلسطينيانو مشر مرکچي صايب عريقات پر امریکا تور لګولی دی چي په دغه فيصله کي يې «د دوو دولتونو د حل ټول چانسونه له منځه وړي دي».
د فلسطين توندلاري سازمان حماس د ترمپ پر اعلان سختي نيوکي کړي دي. د دغه سازمان مشر اسمعيل هنيه ويلي چي «د فلسطين ولس د هغوی د احساساتو او مقدساتو د نه په پام کي نيولو له پاره د وړ غبرګون چل زده دی». خو د حماس نورو غړو په کم اعتدال سره خپل غبرګون ښودلی لکه د ياد سازمان يو بل مشر احمد بحار چي ويلي چي د ترمپ فيصله په اصل کي د «جګړې اعلان» دی.

Deutschland Palästinenserpräsident Abbas in Berlin
محمود عباسانځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

«ناآرامۍ او ناقرارۍ»

د ترمپ د پريکړي پرضد په غزه کي سمدلاسه احتجاجونه وسول چي پکښي د امريکا متحدو ايالاتو او اسرائيل بيرغونو ته اورونه واچول سول. په عيني حال کي د عمومي اعتصاب اعلان هم سوی دی.

Palästina Gaza Proteste
په غزه کي په غوسه احتجاج کوونکيانځور: Reuters/M. Salem

حتي د امريکا ملګرو هم د ترمپ پر فيصلې نيوکي کړي دي. قطر ويلي دي چي له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکايي سفارت د انتقال فيصله په اصل کي «په خطرناکه توګه د وضعې د خرابېدو او د ټولو هغو کسانو د مرګ فيصله ده، چي سوله غواړي».

سعودي عربستان د دغي پريکړي له نتايجو څخه خبرداری ورکړی دی. رياض ويلي دي چي د اسرائيلو د پلازمېني په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندل د ټولو مسلمانانو پارونه ده. ويل سوي دي چي د دونالد ترمپ دغه پريکړه غيرعادلانه او غير مسئولانه ده. د سعودي شاهي کورنۍ ويلي دي چي د سولي پروسې د پرمختگ د هڅو له پاره دا يو لوی پر شا گام دی. له امريکا متحدو ايالاتو څخه غوښتل سوي دي چي پريکړه بدله کړي. سعودي عربستان زياته کړې ده چي له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د لېږد فيصله به «خطرناکي پايلي» ولري. د ځينو له پاره سعودي عربستان هغه هیواد دی چي کولای سي په منځني ختيځ کي تفاهم ممکن کړي.

د عرب ليګ سازمان د ترمپ د فيصلې په اړه يوه بېړنۍ غونډه د شنبې د ورځي (د ۲۰۱۷ کال د دسامبر ۹مه نېټه) له پاره رابللې ده. ويل سوي چي دغه غونډه د اُردن او فلسطينيانو د غوښتنې له کبله رابلل سوې ده.

ايران هم د تاوتریخوالي د نوي حلقې څخه خبرداری ورکړی دی. ايران ويلي چي د دوو دولتونو د حل موضوع «له اوله سره يو سياسي سراب» وو چي د ترمپ په دغه فيصله اوس له منځه تللې. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کي ويلي چي د ترمپ دغه فيصله به د نوي انتفاضه او د لا زيات افراطيت او تاوتریخوالي سبب سي.

مېرکل فاصله نيولې

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل د دونالد ترمپ له دغې فيصلې څخه فاصله نيولې ده. د آلمان د حکومت وياند شټېفن زايبرټ په ټويټر کي ليکلي: «د آلمان حکومت د دغي پرېکړي ملاتړ نه کوي، ځکه چي د بيت المقدس برخليک بايد د دوو دولتونو حل نومي پلان له مخي پرې خبري وسي.» د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل ويلي چي په دغه فيصله کي يو لوی ګواښ پټ دی او دا چي دغه فيصله «پر اور د تيلو اچولو» په څېر ده. د ګابريل په وينا تر مخه لا د منځني ختيځ وضعه مشکله وه او ښايي د فلسطينيانو او اسرائيلو تر منځ بحران لا زيات ستر سي.

موګيريني:«آرام او محتاط»

اروپايي اتحاديې هم د دونلد ترمپ د پرېکړي له کبله اندېښنه ښودلې ده. دغه ټولنه اندېښنه لري چي د دغي پريکړي پايلي د سولي پروسه اغېزمنه کړي. د دغې اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤلې فېدريکا موګيريني ويلي: «اروپايي اتحاديه په سيمه کي او دباندي پر ټولو اړونده اړخونو د آرام او محتاط پاتېدو ږغ کوي، تر څو د وضعې د خرابېدو مخه ونيول سي.» موګيريني زياته کړې چي اروپايي اتحاديه اوس هم د هغه نړيوال تفاهم احترام کوي چي له مخي يې د بيت المقدس موقف د دوو دولتونو له حل سره تړلی دی.

د ترکيې حکومت د «امریکا د حکومت غېرمسؤلانه دريځ» غندلی دی. زياته سوې چي دغه فيصله به د سيمي ټيکاؤ او ثبات او امن ته منفي پايلي ولري. په دې ترڅ کي د امريکا پر متحدو ايالاتو ږغ سوی چي خپله «غلطه فيصله» دي بېرته واخلي. د دې څخه تر مخه ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان اسرائيل ته د سفارتي اړيکو د شلولو ګواښ کړی ؤ او ويلي يې ول: «ښاغلی ترمپ، بيت المقدس د مسلمانانو له پاره يوه سره کرښه ده.»

د امنيت شورا له پاره موضوع

په آسيا کي هم د امريکا متحدو ايالاتو له لوري يو جانبه فيصلې اندېښنې راپارولي دي. په دې ترڅ کي چين له دې اندېښنه لري چي په نژدې ختيځ کي به تشنج زيات سي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګيګ شوانګ ويلي چي ټول دي په سيمه کي د سولې او آرامۍ له پاره کار وکړي، او د نوو دښمنيو له رامنځ ته کولو څخه دي ځان وساتي.

د روسيې حکومت هم ورته غبرګون ښودلی دی. په دې ترڅ کي ويل سوي چي د اسرائيلو د پلازمېني په توګه د بيت المقدس منل کېدل به د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ بحران لا توند کړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ د واشنګټن د فيصلې پر موضوع يوه بېړنۍ غونډه لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرس د دوو دولتونو پر حل ټينګار کړی دی. هغه په نيويارک کي وويل چي د دې له پاره بديل پلان نه سته.

په امريکا کي دننه تنقيدونه

په امريکا متحدو ايالاتو کي هم کارپوهانو د ترمپ د فيصلې په وړاندي مثبت غبرګونونه نه دي ښودلي. په دې ترڅ کي د امريکا پخواني دپلومات نيکلس برنس ويلي: «د بيت المقدس په تړاو د ترمپ فيصله به د امريکا متحدو ايالاتو اعتبار زيانمن کړي او په اسلامي نړۍ کي به د غوسې سبب سي او زموږ خپل دپلوماتان به له ګواښ سره مخامخ کړي.» دغه دپلومات د ترمپ فيصله «په لوړه اندازه غير معقوله» بللې ده.

Jerusalem US-Präsident Trump Benjamin Netanjahu
ډونلډ ټرمپ او بنيامين نتنياهوانځور: picture-alliance/Zuma/M. Stern

په اسرائيل کي خوښۍ

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر نورو دولتونو ږغ کړی دی چي د امریکا متحدو ايالاتو په شان دي خپل سفارتونه بيت المقدس ته انتقال کړي. نوموړي زياته کړې: «د ولسمشر فيصله د سولې پر لوري يو مهم ګام دی، ځکه ترڅو چي بيت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه نه سي، سوله نه سته».

د اسرائيلو ولسمشرۍ ريولين رېفن ويلي: «اوس چي موږ د اسرائيلي دولت۷۰يمي کليزي ته نژدې کيږو، تر دې به بله وړ او ښکلې ډالۍ نه سته.»

د يهوديانو نړيوالې کنګرې د ترمپ فيصله ستايلې ده. د دغې کنګرې رئيس رونالد لاودر په نيويارک کي ويلي دي: «موږ هيله لرو چي دغه به په منځني ختيځ کي د سولې او ټيکاو پر لور يو گام سي.»

A.A/N.Z (afp,dpa,epd,rtr)

زموږ له ارشيف څخه: