1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تجارت پر سر د چین او امریکا خبرې پایلې نه دي لرلې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د چین او امريکا متحدو ایالاتو ترمنځ د سوداګیزې جګړې د مخنیوي په موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ خبري له پایلې پرته پای ته رسیدلي. د ګمرکي تعرفو او د تجارت د تعادل پر سر اختلافات لا پاته دي، خو د خبرو پر ادامه توافق شوی.

https://p.dw.com/p/2xBA4
China Peking - US Delegation in Peking zum Handelsstreit
انځور: Reuters/J. Lee

د چین رسمي دولتي رسنۍ شینهوا د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د چین او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ پر سر خبرې پر ځینو مواردو باندې اجماع ته په رسیدو سره پای ته رسیدلي دي. د یادې رسنۍ په حواله د خبرو پرمهال د دواړو لورو ترمنځ یو لړ ستر اختلافات هم موجود ول. سربیره پر دې دواړو لورو توافق کړی دی چې په دې هکله د لا ډیر پرمختګ له پاره به خبرې ادامه ولري.

د چین او امريکا متحدو ایالاتو په دې دوه اړخیزو خبرو کې د امریکا په پلاوي کې د دې هیواد د خزانې وزیر ستیفن منوشن، د سوداګرۍ وزیر ویلبور روس او د سوداګرۍ استازی روبیرت لایتیزر شامل دي. په دې دوه ورځنیو شدیدو خبرو کې د چین د پلاوي مشري بیا د ولسمشر شي پینګ ستر اقتصادي سلاکار لیو هی پر غاړه لرله.

د نړۍ سترو اقتصادونو یعنې چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو اختلافاتو وروسته، د دواړو هیوادونو چارواکو په دې خبرو کې د بهرنۍ پانګونې، د جایداد د حق ساتنې او پر ګمرکي تعرفو سربیر پر یو شمیر نورو مسائلو هم بحثونه او خبرې کړي.

په عین وخت کې د جمعې په ورځ ډيرو نړیوالو رسنیو رپوټ ورکړی چې واشنګټن له چین څخه غوښتي چې له امریکا متحدو ایالاتو سره د خپلې زیاتې سوداګرۍ کچه سمدلاسه کمه کړي او د پرمختللي ټکنالوژۍ له سبسایدي دې هم لاس واخلي. د چین او امريکا ترمنځ د پنجشنبې په ورځ د دغو دوه ورځنیو خبرو وړاندې د چین پلاوي ته د وړاندې شوي یوه سند په حواله، امریکايي پلاوي وړاندیز کړی چې د چین او امريکا ترمنځ په کلني ډول د ۳۷۵ میلیارده ډالرو سوداګريز تفاوت باید تر ۲۰۲۰م کال پورې ۲۰۰ میلیادره ډالرو ته راکښته شي.

له دې کبله چې دواړو اړخونو تر ناستې وروسته رسنیو ته څه نه دي ويلي، دا لا معلومه نه ده چې آیا د امریکا لوری په دې برخه کې کوم محسوس پرمختګ کړی او که نه.

تر دغو خبرو مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي ول چې هغه تمه لري چې بیجینګ به په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې امريکا متحدو ایالاتو ته د لوبې پراخ میدان په اختیار کې ورکړي.

تر دې وړاندي ترمپ له چین سره د سوداګرۍ د جګړې اعلان هم کړی وو او په دې توګه یې امریکا ته پر واریدیدونکو توکو شاوخوا ۱۵۰ میلیارده گمرکي تعرفي وضع کړې وې، چې له امله یې چین هم په متقابل اقدام لاس پورې کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې هوا چونینګ خبریالانو ته ویلي دي چې دا عملي نه ده چې ټولې مسئلې دې یوازې په یو پړاو خبرو کې حل شي. هغې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «بحثونه او خبرې اترې باید د دوه اړخیزه احترام او مساوات پر بنسټ ولاړې وي او پایلې یې باید داسې وي چې دواړه لوري ګټونکي وي او د دواړو لورو له پاره ګټور وي.»

پر چین باندې د ترمپ ډیر تمرکز

په وروستیو اونیو کې له امریکايي چارواکو سره د چینايي دپلوماتانو تر کتنو وروسته بیجینګ له واشنگټن سره د پراخ سوداګریز تفاوت کمولو ته لیواله دی. بیجینګ ان دې ته چمتووالی ښوولی چې لا ډیرو بهرنیو خدماتي او تولیدي شرکتونو ته په خپله خاوره کې بازار لا ډیر خلاص کړي.

Symbolbild zur drohenden Zuspitzung des Handelskrieg s zwischen den Vereinigten Staaten von Amerika
انځور: imago/R. Peters

پر دې ټولو سربیره، چینايي دپلوماتان د ترمپ هغه غوښتنه ردوي چې له چین سره د سوداګریز تفاوت ډیره برخه راکمه کړي او وايي چې دغه څه بې اساسه او په خپل سر یو اقدام دی. دوی وايي چې د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ تفاوت د امریکايي مصرفوونکو د سپما ټیټه کچه او د امریکا د مالیې سیستم د دې لامل شوی چې دغه هیواد په نړیواله کچه د سوداګرۍ په ډګر کې له ستونزو سره مخامخ شي.

ځیني چینايي چارواکي بیا په دې باور دي چې د ترمپ غوښتي اصلاً د امریکا متحدو ایالاتو هغه ویره ده چې نه غواړي چین د یوه پوځي او اقتصادي ځواک په توګه وویني. بیجینګ په دې وروستیو کې هم له اقتصادي پلوه او له پوځي پلوه د ډیر پرمختګ په حال کې دی. په دې وروستیو کې چین خپله یوه داسې تګلاره هم اعلان کړه چې پرمټ یې دغه هیواد غواړي د پرمختللې تنکالوژۍ په بازار کې اوسنۍ د غرب بازار شاته پریږدي.

د چین د اوسني ولسمشر شي تر مشرۍ لاندې دغه هیواد په دې هڅه کې دی چې «په ۲۰۲۵م کال کې په چین کې جوړ» تر نامه لاندې د یوه پروګرام په عملي کولو سره دغه هیواد د مصنوعي ځیرکتیا، دوا جوړونې، بریښنايي موټرو او د تولیدي شرکتونو د ظرفیت په ډیرولو سره د نړۍ د تکنالوژۍ د صنعت رهبري په خپل لاس کې واخلي. په دې پلان کې چینايي شرکتونو ته د حکومت له لوري د سبسایدي یا مرستو د ورکړې سربیره بهرني شرکتونه اړ دي چې له خپلو چینايي ملګرو شرکتونو سره خپله تکنالوژي هم شریکه کړي.

زموږ له آرشیف څخه: