1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تروريزم پر ضد د اروپا د جوماتونو د امامانو نوښت

۱۳۹۶ تیر ۱۸, یکشنبه

د مختلفو اروپايي هيوادونو د ۶۰ جوماتونو امامان په يوه بس موټر کې هغو ښارونو ته سفرونه کوي چې د داعش د تروريزم قرباني ګرځيدلي دي. دوی ويلي په دې حرکت سره غواړي له هغه افراطيت سره مبارزه وکړي چې د اسلام په نوم ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/2gE1c
Frankreich, Imame setzen Zeichen gegen Terrorismus
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kunigkeit

د مختلفو اروپايي هيوادونو د ۶۰ جوماتونو امامان په يوه بس موټر کې هغو ښارونو ته سفرونه کوي چې د داعش د تروريزم قرباني ګرځيدلي دي. دوي ويلي دې چې په دې حرکت سره غواړي له هغه افراطيت سره مبارزه وکړي چې د اسلام په نوم ترسره کیږي.

د اروپا د شاوخوا ۶۰ جوماتونو امامانو د شنبې (جولای اتمه ۲۰۱۷) په ورځ له فرانسې څخه د اروپا ځينو ښارونو ته يو سفر پیل کړ چې موخه يې تروريزم سره مبارزه ښودل شوې ده. هغوي د پاريس ښار شانزه ليزه واټ کې چيرته چې د روان کال په اپريل مياشت کې د فرانسې د پوليسو يو افسر په ډزو وژل شو لمونځ ترسره او له هغې وروسته په يوه بس موټر کې برلين پر لور روان شول.

د فرانسې په سويل کې پروت د «نيم» د ښار امام وویل چې دوي غواړې د دې سفر له لارې ټولو ته « د انسانيت، ورورولۍ او تروريزم ضد پيغام» پيغام ورسوي.

د دغه حرکت ګډونوالو کې د فرانسې، بلجيم، بريتانيا، تونس او آلمان هيوادونو اسلامي روحيانيون شامل دي. په پام کې ده چې د سفرونو پر مهال نور روحانيون هم له دوي سره ورګډ شي.

دغه ډله غواړي برلين او بروکسل په شان ښارونه کې چې د تروريستي بريدونو قرباني ګرځيدلي دي تم شي او بيا د نيس ښار تروريستي بريد په کليزه کې دغه ښار ته ځان ورسوي.

دوي همدا راز هيله مند دي چې برلين کې به د آلمان له صدراعظمې انګلا مرکل سره هم د ليدو کاتو فرصت په لاس راوړي.

برلين او بروکسل د اروپا هغه ښارونه دي چې «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې پورې منسوب تروريستي بريدونه په کې ترسره شوي دي.

 

د برلين بريد چې د ۲۰۱۶ کال په دسامبر مياشت کې ترسره شو، ۱۲ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د جوماتونو د امامانو دغه سفر به د جولاي مياشتې په ۱۴مه نيټه چې په دې ورځ د فرانسې ملي جشن لمانځل کيږي، پاريس ته ته د هغو په بيرته ستنيدو پاي ته ورسيږي.

د درانسي ښار امام حسن شلقومي او فرانسوي يهودی ليکوال مارک هالتر، د دغه حرکت نوښتګران دي. شلقومي د سفر څخه د مخه هيله څرګنده کړه چې له دوې سره په دغه حرکت کې ډیر نور مومنان هم ورګډ شي. هغه وویل: « مونږ نبايد اسلام د وحشيانو او قاتلانو لاس ته وسپارو».

شلقومي د ليبرال نظريې په درلودو او يهوديانو سره د نژدې والې په دليل، د يوې جنجالي څيرې په توګه شميرل کيږي. د فرانسې اسلامي شورا ((CFCM اعلان کړی دی چې دوی له دغه حرکت څخه ملاتړ نکوي.

خو ويل کیږي چې د آلمان د جوماتونو او کليساګانو ټولنې دغه دعوت ته مثبت ځواب ورکړی او غواړي چې برلين ښار کې په حرکت کې ورګډ شي.

شلقومي يوې فرانسوې راډيو سره په مرکه کې وويل چې دی او د دغه سفر ملګري يې غواړي خلکو ته دا پيغام ورسوي چې « د اسلام دين او د هغه ارزښتونه د وژنو سره په ټکر کې قرار لري».

د رپوټونو پر اساس، په اروپايانو کې داسې انديښنې هم شتون لري چې وروستيو کلونو کې دغه وچې ته د ګڼ شمير رسيدلو مهاجرو په منځ کې به تروريستان هم دننه شوي وي.

تر دې مخکې آلمان ويلي دي چې افغان مهاجرو کې هم يو شمير يې خپل ځانونه پخواني طالب جنګيالي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.06.2017):