1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر برلین ته نزدې کیدل غواړي

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د آلمان د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو وروسته به د آلمان او ترکیې تر منځ ترینګلې اړیکې عادي شي. هغه په یوه مرکه کې پر دې خبره ټینګار کړی دی. د هغه په خبره هیڅ کومه ستونزه نه شته.

https://p.dw.com/p/2lPu6
Mevlut Cavusoglu
انځور: picture-alliance/AA/A. Hobas

د ترکيې د لومړي وزیر وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو، هم له آلمان سره د اړیکو د عادي کیدو په هکله څرګندونې کړي دي. چاوش اوغلو د «دیر شپیګل» په نوم له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «که تاسو زموږ پر لور یو قدم اخلئ، نو موږ به دوه قدمه واخلو.» د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې ترکیې هیڅکله له آلمان سره د مخامخ کیدو هڅه نه ده کړې. د هغه په خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تل یوازې د آلمان له لوري (لفظي) حملو  ته ځواب ویلی دی.

ترکیې دې ته هم چمتووالی ښوولی دی که چیرې احتمالا جم اوزدیمیر د آلمان د بهرنیو چارو وزیر کیږي، نو بیا هم له آلمان سره ګډ کار کولو ته چمتو دي. جم اوزدیمیر چې د آلمان د زرغون ګوند مشر دی، د اردوغان له سختو انتقاد کوونکو څخه یو دی. خو په عین وخت کې چاوش اوغلو د ترکیې د ولسمشر له یوې شخړه ایزي وینا څخه دفاع کړې ده. د هغه په خبره د اردوغان له خوا له نازیانو سره پرتلنې د آلمان له لوري «خصومتونو ته ځواب ویل وو.» هغه زیاته کړې ده چې «آلمان باید ترکیې ته درناوی کول زده کړي.»

په ترکیه کې بندي آلمانان

د «ویلت» په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې خبریال دینڅ یوجل، د بندي کیدو د قضیې په اړه چاوش اوغلو د عدلیې خپلواکۍ ته اشاره وکړه. د بشري حقونو فعال پېتر شتودتنر، چې هغه هم په ترکیه کې بندي دی، په هکله یي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د هغه د قضیې د ګړندۍ کولو خبره کړې ده. آلمان حکومت چې په خبره یې دغه کسان د سیاسي انګیزې له مخې بندیان شوي دي، د هغوی د آزادېدلو غوښتنه کوي.

د ترکیې لومړي وزير، بنعلي یلدیمیر، تیره اوونۍ ویلي وو چې سړی باید له برلین سره «په اړیکو کې نوی فصل» پرانیزي او اړیکي «بیرته ورغوي.» له ډیر مودې راهیسې د آلمان او ترکیې اړیکې خړې پړې شوي دي. د ترکیې حکومت پر آلمان باندې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کوي. په دې سره تر هر څه لومړی د کردي منع کړی شوي کارګر ګوند پي کې کې او په امریکا متحدو ایالاتو کې د اوسیدونکي واعظ، فتح الله ګولن، له ملاتړ څخه مقصد دی. ترکیه په تیر میلادي کال کې د ناکامې کودتا له پاره فتح الله ګولن مسوول ګڼي.