1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پر وړاندی د مبارزې مشکوک میتودونه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۱۱, یکشنبه

د کندهار د پولیسو مشرعبدالرازق په خپل ولایت کې د پوښتنې وړ میتودونو سره د طالبانو پر وړاندی مبارزه کوي. د هغه په اړه ډول ډول خبرې کیږي، خو ډیري افغانان اوس هم د هغه ملاتړ کوي، ځکه هغه امنیت راوستلې دی.

https://p.dw.com/p/1G8ah
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازقانځور: DW

کندهار د افغانستان د طالبانو د تحریک د زیږیدو ټاتوبی گڼل کیده، خو اوس په دغه ولایت کې وضعیت بل ډول دی. ویل کیږي چې د دې اصلي دلیل د پولیسو قوماندان عبدالرازق دی چې د کندهار له مرکز څخه ټول ولایت کنترولوي.

نوموړی د جاسوسۍ شبکې، قومي اړیکو، د پوښتنې وړ مالي منابعو او «وحشیانه» میتودونو څخه په استفادې سره د خپل ولایت امنیتي وضعه کنترولوي. حتی طالبان هم د امنیه قوماندان له قدرت څخه ویره لري.

د عبدالرزاق په نامه د طالبانو یو تن قوماندان ویلي:« کله چې رازق مړ شي، مونږ به ښار وسوزوو». طالبانو ۱۹ واره د رازق د وژنې هڅه کړی.

د پولیسو قوماندان حتې په هغه کلي کې هم د امنیت د ډاډمنتوب هڅه کړی په کوم ځای کې چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر د یوې مدرسې د ښوونکي په صفت کار کړی. ملا عمر په ۱۹۹۰ کلونو کې هلته ژوند کړی او په یوه مدرسه کې یې تدریس کاوه. د همدې کلي یو تن ۴۴ کلن اوسیدونکی محمد هاشم وایې:« په دې ځای کې امنیتي وضعیت ښه دی. طالبان نه شته. تیر کال افغان پولیسو د هغوی (طالبانو) د ملا تیر مات کړ.»

د قوماندان عبدالرازق په ابتکار د امنیت په برخه کې د قومي مشرانو او سپين ږیرو همکاري مهم نقش لوبولې دی. د ژیړۍ ولسوالۍ د امنیه قوماندان صادق الله صادق وایې چې دغه ولسوالي تر تیر کاله پورې د طالبانو تر کنترول لاندی وه. نوموړی وایې:« مونږ د ټولې ولسوالۍ په کچه مخبران لرو. کله چې طالبانو او یا یو بیگانه کس په خپل کلي کې وویني، مونږ ته اطلاع راکوي.»

جنرال عبدالرازق په یوه خبری غونډه کې د هغه پر ضد د بشری حقونو تورونه رد کړل
جنرال عبدالرازق په یوه خبری غونډه کې د هغه پر ضد د بشری حقونو تورونه رد کړلانځور: DW

د صادق الله په خبره د کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه د ۸ امنیت ښه دی او د اتو نورو امنیتي وضعه ډاډمنه نه ده. نوموړی زیاتوي چې د غورک ولسوالي تر اوسه پورې د طالبانو تر کنترول لاندې ده. د طالبانو قوماندان رزاق اعتراف کوي چې کندهار یې له لاسه ورکړی دی او ښه به دا وي چې جنگیالي په گاونډویو ولایتونو هلمند او ارزگان کې عملیات ترسره کړي. نوموړی زیاتوي:«قوماندان عبدالرازق خپلو کسانو ته امر کوي چې طالبان ووژني او پلویان یې ونیسي. هغه ادوزی دی او زه غبیزی یم(ادوزي او غبیزي د اڅکزي قوم پښې دي). رازق له قومي اړیکو څخه ډیره استفاده کوي. ډیر شمیر ادوزي سوداگر د هغه له پاره اطلاعات راټولوي او جنرال رازق یې په بدل کې مالي ملاتړ کوي.»

عبدالرازق تر۲۰۱۱ کاله پورې په سپين بولدک کې د سرحدي پولیسو قوماندان وو. د هغه د شاوخوا کړۍ وایې چې نوموړی اوس هم له پاکستان سره په پوله سرحدي سیمه کې نفوذ لري. ویل کیږي چې عبدالرازق د ورځې په زرگونه ډالره له دغه سرحدي سیمي څخه د جنگي لگښتونو له پاره ترلاسه کوي او له همدې لارې خپل مخبران تمویلوي.

عبدالرازق هغه مهال د کندهار امنیه قوماندانۍ مقام ته ورسید کله چې تر دې مخکې قوماندان د یوه ځانمرگي برید په نتیجه کې ووژل شو. کله چې د هغه ملاتړ کونکي احمد ولي کرزی(د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور) هم په ۲۰۱۲ کال کې ووژل شو، عبدالرازق په کندهار ولایت کې په یو تر ټولو قدرتمند شخص بدل شو.

له بشري حقونو څخه په سرغړونې د امنیت ټينگښت

د نوي امنیه قومان په توگه تر ټاکل کیدو وروسته عبدالرازق له یاغیانو سره د مبارزی په برخه کې له مختلفو طریقو کار واخیست. د ملگرو ملتونو سازمان هغه له بشري حقونو څخه په سرغړونې، شکنجې او غیرقانوني قتلونو تورنوي. د ملگرو ملتونو سازمان د یو رپوټ پر بنسټ د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر ۲۰۱۲ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې ۸۱ تنه په کندهار کې د پولیسو له بند څخه لادرکه شوې دي.

د کندهار انار نړیوال شهرت لري
د کندهار انار نړیوال شهرت لريانځور: AFP/Getty Images

د یوه قومي مشر په خبره، عبدالرازق په یوه غونډه کې ویلي وو:« د افغانستان محکمې فاسد دي. زه هغوې(طالبان) په مستقیم ډول قبر ته لیږم.» خو پخپله عبدالرازق دا خبره رد کړی ده. نوموړی د dpa یا د آلمان خبري آژانس له خبریال سره مرکې ته حاضر نه شو.

داد گل چې ۳۰ کلن او د خپلې قبیلې مشر دی، او د افغانستان له ویجاړیو یې زده کړه کړی وه، د عبدالرازق له پاره یې جاسوسي پيل کړه. نوموړی وایې:« ما یو طالب جنگیالی چې زما کاکا یې وژلې وو ونیو. وروسته مې هغه پولیسو ته وسپاره. ځکه ما فکر کاوه چې په دې توگه به عدالت پلی شي. خو وروسته خبر شوم چې یو قاضي هغه د ۱۰ زره ډالره بډو په بدل کې خوشی کړی دی.»

له طالبانو سره د مبارزی تر پوښتنې لاندی طریقو سربیره، ډیري کندهار د عبدالرازق ملاتړ کوي، په دې دلیل چې نوموړي د طالبانو د زورزیاتي مخه نیولې او دوی ته یې امنیت راوستلی دی. قومي مشران د دې پر ځای چې د امنیتي چارو په هکله فکر وکړي، اوس کولې شي په ډاډه زړه د کرهڼۍ، ښوونې او روزنې او کار پيدا کونې برخو ته تمرکز وکړي.

یو تن قومي مشر تاج محمد د یاغیانو زور زیاتیو ته په اشارې سره وایې:« حتی که هغه(عبدالرازق)انسانان هم وژني، زمونږ خوښ دی،ځکه نوموړی یوازنی کس دی چې د طالبانو په ژبه پوهیږي.».

تاج محمد د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د هغه کلۍ د طالبانو تر کنترول لاندی وو، خو اوس خلک د تفریح او میلو له پاره دغه ځای ته ورزي. تاج محمد وایې:« په دې ځای کې نور نو طالبان نشته. الله پاک دی ټول افغاستان د ارغنداب په څیر آرام او امن کړی».