1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کرکیټ: لوبه و نه شوه خو پاکستان دریم مقام خپل کړ

۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د کرکیټ تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکو په نړیوال جام کې افغانستان او پاکستان د دریم مقام له پاره سره لوبه کړې وای، خو دغه لوبه د باران له کبله لغوه شوه. دا چې پاکستان په ګروپي سیالیو کې مخکې وو، نو دغې لوبډلې دریم ځای خپل کړ.

https://p.dw.com/p/2rsyg
Symbolbild Cricket Ball Schläger und Handschuh
انځور: Fotolia/S.White

پاکستان او افغانستان دواړه په D ګروپ کې ول او په ګروپي سیالیو کې پاکستان تر افغانستان مخکې وو او له همدې کبله د دریم مقام ګټونکی اعلان شو.

افغانستان او پاکستان تر دې مخکې هم د جنورۍ په ۱۳مه د نړیوال جام د ګروپي سیالیو په ترڅ کې لومړۍ لوبه وکړه او هغه وخت افغان لوبډلې پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړې وه. تمه کیده چې افغانان به د دریم مقام پر سر سیالي هم وګټي، خو دغه لوبه د باران له کبله ترسره نه شوه.

تر ۱۹ کلونو د کم عمر لرونکو په روان جام کې افغانستان تر نیمه پای لوبې پورې ډیر ښه ځلیدلی وو، خو د نیمه پای لوبې مرحله کې یې له استرالیا څخه په شپږو ویکټو ماتې وخوړه. پاکستان هم په همدې پړاو کې هندوستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر لوبه بایللې وه. د سږني نړیوال جام پای لوبه د فرورۍ په دریمه نیټه د آسترالیا او هندوستان د لوبډلو تر منځ کیږي.