1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او ناټو استازې په بروکسل کې غونډه کوي

۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعه

ناټو ویلي دي چې استازي به یې د روسیې له استازو سره به په راتلونکې اوونۍ کې د «ناټو-روسیې شورا» په چوکاټ کې غونډه وکړي. د بحث یوه موضوع د افغانستان وضعیت دی.

https://p.dw.com/p/2mFdY
NATO Russland Ukraine Krise Pressekonferenz
انځور: Georges Gobet/AFP/Getty Images

د ناټو د سرمنشي ینس ستولتنبرګ، دفتر د جمعې په ورځ وویل چې دغه غونډه به په بروکسل کې د ناټو په اصلي دفتر کې د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نیټه ترسره شي.

د افغانستان په وضعیت کې بدلون، د اوکراین وضعیت، د پوځي تمریناتو او یا هم د پولې د څارنې پر مهال د احتمالي حادثاتو د خطر کمول به د غونډې د بحث موضوعګانې وي.

د ناټو-روسیې د شورا د غونډو پر اجنداو باندې ډیر وخت له جنجال سره موافقه کیږي. د دې یو لامل د اوکراین په اړه له بحث سره د روسیې نه لیوالتیا ده. روسیې د اوکراین کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې ونیوله او هغه یې د خپلې خاورې یوه برخه اعلان کړه.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ناټو او روسیې ترمنځ اړیکې ډیرې ښې نه دي. ناټو په بالتیک هیوادونو او پولند کې ۴۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي دي. دغه اقدام د روسیې د احتمالي تعارضي اقداماتو د مخنیوي له پاره شوی دی. خو مسکو بیا وایي چې ناټو یې پولو ته د نزدې کیدو په حال کې ده.