1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د طالبانو یوه نفوذي بریدګر ۱۶ دولتي ملیشې ووژلې

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي چې په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو یو پلوي کس د دولتي ځواکونو ۱۶ سرتیري وژلي. بریدګر له څو میاشتو راهیسې له افغان ځواکونو سره یوځای وو.

https://p.dw.com/p/2sVMR
Kämpfer der Taliban ARCHIVBILD 2008
انځور: picture-alliance/dpa

یوې سرچینې د رویترز خبرې آژانس ته ویلي چې د افغانستان امنیتي ادارو په دې هیواد کې یو شمیر ملیشې جوړې کړي چې طالبان کمزوري کړي. خو د هلمند د پیښې په تړاو د هلمند د والي ویاند د وژل شوو ملیشو د مشخصولو په هکله معلومات نه لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، وویل: «موږ خبر یو چې د طالبانو یوه جنګیالي د دولتي ځوکونو ۱۶ ملیشې وژلي دي، خو موږ تر اوسه پورې په دې نه پوهیږو چې دغه ځواکونه چا پورې تړلي ول.»

طالبانو د شنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې په دې پیښه کې د دوی دوه تنه جنګیالي ښکیل ول.

په عین وخت کې د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل هویت یې بربڼد شي ویلي چې تورن وسلوال کس د څو میاشتو راهیسې له دې ملیشو سره کار کوه. نوموړي زیاته کړې چې بریدګرو د ملیشو تر وژلو وروسته د دوی وسلې او تجهیزات له ځانه سره وړي دي. په افغانستان کې هلمند ولایت یو له نا امنو سیمو او د تریاکو د کرکیل د یوې مهمې سرچینې په توګه شمیرل کیږي.